د ملی دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش چې اوس مهال د ښار کنټرول د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی او په یو شمېر سیمو کې د مخالفینو خوځښتونه د ځپلو په حال کې دي.
نوموړی وايي:
"زموږ کومانډويي او خاص ځواکونه د غزني ښار ته رسېدليي او د هوايي ځواکونو په مرسته يې د غزني په لویدیځو ساحو کې چېرته چې وسلهوال مخالفین لا هم مقاومت کوي، خپل تصفیوي عملیات پیل کړي دي."
ښاغلی رادمنش د یوې هليکوپټرې د سوځېدو خبر هم تأييدوي، خو وايي چې دا هلیکوپټر د برښنا د شارټۍ له امله اور اخېستی دی.
له دې وړاندې وسلهوالو طالبانو د دوی له لوري د غزني ښار د سرې روضې په سیمه کې د دغه هلیکوپټرې د سقوط ادعا کړې وه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې لا هم د دغه ښار په درېیو نقطو دوهمې، څلورمې او اتمې حوزې سیمو کې وسلهوال مخالفین مقاومت کوي.
دا حملې تېره شپه له ۱۲ بجو وروسته د غزني په ښار له څلورو لوریو پیل شوي دي، وسلهوال طالبانو پهدې حملو کې زیات شمېر دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.
د دې ډلې له لوري په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني ښار زیات امنیتي مرکزونه، پوستې او غزني ښار ته ټولې ورغلې لارې ددوی په ولکه کې دي.
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي وايي، په سیمه کې د مخابراتي شرکتونو فعالیتونه درېدلي؛ په همدې اساس د غزني له ښاره تازه حال نه لري.
پهدې حملو کې د اوښتو تلفاتو په اړه لا هم بېلابېل راپورونه ورکول کېږي.