د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د شاهین ۲۰۹ قول اردو وایی چی د درزاب په ولسوالی کې د داعش او طالبانو ترمنځ د نښتو په دریم ورځ د داعش ۱۲ تنه غړۍ وژل شوی او ۳۳ تنه نور یی ټپیان شوی دی.
په همدی حال کې، د شاهین ۲۰۹ قول اردو خبرپاڼه وایی چی ددی نښتو په جریان کې د داعش دری تنه چچنی او ازبکستانې ښځینه غړۍ د طالبانو له لوری نیول شوی او د ډله ایز جنسی تیری وروسته وژل شوی دی.
همدارنګه په دی نښته کې د طالبانو دری تنه غړۍ هم وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوی دی.
ویلو وړ دی چی تراوسه ددواړو لورو ترمنځ نښتو په ترڅ کې نږدی ۱۲۰ تنه وژل شوی دی.