د ولسي جرګې د کورني امینت کمېسیون مرستیال او ننګرهار ولایت ته د لېږل شوي پلاوي یوه غړي عبدالحی اخندزاده د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۰۱» د جرګې عمومي غونډې ته خپل راپور ولوست او ویېویل، د ننګرهار ولایت په مرکز او ګڼو ولسوالیو کې د وسلهوالو طالبانو او داعش ډلې فعالیتونه د پخوا په پرتله ۸۰ فیصده ډېر شوي دي.
نوموړی وايي:
"په تېرو درېیو میاشتو کې د مخالفینو له لوري د دغه ولایت په ملکي خلکو او ملکي ادارو ۱۸ انتحاري حملې شوې دي. پهدې حملو کې شااوخوا ۶۰۰ ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۱۲۸یې شهیدان شوي دي."
ښاغلي اخندزاده وویل، سره لهدې چې پهدې وروستیو کې د ننګرهار د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د امنیت امریت او د اکثرو ولسوالیو امنیتي امریتونو ته نوي مسؤلین ګمارل شوي، خو بیا هم د دغه ولایت امنیتي وضعیت له یوې ورځې بلې ته خرابېږي.
د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې سره لهدې چې د دغه ولایت په یو شمېر سرحدي ولسوالیو کې د وسلهوالو طالبانو خوځښتونه موجود وو، خو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د لومړي ځل لپاره د یاد ولایت د شینوارو په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش ډلې نښې نېښانې هم څرګندې شوې.
خو د یاد وزارت د مسؤلینو په وینا، یاده ډله د ننګرهار ولایت په اکثرو سرحدي ولسوالیو کې ځپل شوې ده.