دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 165990
امریکایی ځواکونو نورستان کې هوایی بریدونه ترسره کړي
په نورستان کې حکومتی چارواکې وایی چی بی پیلوټه الوتکو په دی ولایت کې برید کړي چی په ترڅ کې ییی نږدی ۱۱ کسان وژل شوي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم اسوشیټیډ پریس خبرې اژانس ته ویلي، چې په وژل شویو کې ملکي وګړي او د طالبانو غړي شامل دي.
نوموړی زیاته کړه، چې امریکایي ځواکونو وړمه شپه ناوخته په وایګل ولسوالی کې یې پر یوه کور هوایي برید ترسره کړ چې له امله یې د شپږو ملکيانو په ګډون ۱۱ کسان ووژل شول.
د ښاغلي قیوم په وینا، یو شمېر ملکي وګړو او وسله والو طالبانو په یوه کور کې یې د یو طالب غړی د عیادت لپاره راغوڼد شوي وو چې تر هوایي برید لاندې راغلل.
د نورستان والي وایي د طالبانو دغه غړی له دې وړاندې د یوبل برید په ترڅ کې ټپي شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر ناامنو ولایتونو کې د وسله والو او ترهګرو ډلو په وړاندې چاڼیز عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcf1tdyxw6dv1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته