کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایی ځواکونو نورستان کې هوایی بریدونه ترسره کړي

5 سرطان 1397 ساعت 16:52

په نورستان کې حکومتی چارواکې وایی چی بی پیلوټه الوتکو په دی ولایت کې برید کړي چی په ترڅ کې ییی نږدی ۱۱ کسان وژل شوي.



د نورستان والي حافظ عبدالقیوم اسوشیټیډ پریس خبرې اژانس ته ویلي، چې په وژل شویو کې ملکي وګړي او د طالبانو غړي شامل دي.
نوموړی زیاته کړه، چې امریکایي ځواکونو وړمه شپه ناوخته په وایګل ولسوالی کې یې پر یوه کور هوایي برید ترسره کړ چې له امله یې د شپږو ملکيانو په ګډون ۱۱ کسان ووژل شول.
د ښاغلي قیوم په وینا، یو شمېر ملکي وګړو او وسله والو طالبانو په یوه کور کې یې د یو طالب غړی د عیادت لپاره راغوڼد شوي وو چې تر هوایي برید لاندې راغلل.
د نورستان والي وایي د طالبانو دغه غړی له دې وړاندې د یوبل برید په ترڅ کې ټپي شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر ناامنو ولایتونو کې د وسله والو او ترهګرو ډلو په وړاندې چاڼیز عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
 


د مطلب کود: 165990

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165990/امریکایی-ځواکونو-نورستان-کې-هوایی-بریدونه-ترسره-کړي

آوا
  https://www.avapress.com