د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه وايي، نیول شویو کسانو پلان درلود چې په کاپیسا کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو بریدونه وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دې کسانو اعتراف کړی دی چې د کاپیسا د حصه دوهم کوهستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال اغا اخګر لهخوا چې په ملا نصرت مشهور دی، د بریدونو لپاره استول شوی و.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)