وروسته له هغه چې د امریکا او فرانسې مشرانو له ايران سره د یوې نوې موافقې غوښتنه وکړه، د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست او امنیتي چارو لوړ پوړې استازې فډریکا موګریني وويل، له ايران سره اوسنۍ اټمي موافقه اټمي وسلو ته د دې هېواد د لاسرسي په مخنیوي کې اغېزمنه ثابته شوې، نو باید لغوه نهشي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د اپرېل په ۲۴مه نېټه په سپينه ماڼۍ کې له لیدو وروسته وويل، دوی غواړي باید له ايران سره د يوې نوې موافقې په اړه مذاکرات وشي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال تر موافقې پراخه وي او سي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ رئيسې فډریکا موګریني په بروکسل کې د اپرېل په ۲۵مه نېټه د سوريې لپاره د مرستندويانو په کنفرانس کې د وينا پر مهال وويل، هغه څه چې په راتلونکي کې کېږي، هغه به بيا ووينو. اوسمهال يو موافقهلیک شته بايد خوندي وساتل شي.
امریکا، بریتانيې، فرانسې، روسیې او چین په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له ايران سره اټمي موافقه لاسلیک کړه.
د ايران پر وړاندې د اقتصادي بنديزونو د لېرې کولو په بدل کې دا هېواد مکلف دی چې خپل اټمي پروګرام محدود کړي.
مهیيزې اندېښنې پهکې په نظر کې ونيول شي.