د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فرید بختور د فراه ولایتی شورا مشر ددی پیښی په تاییدولو سره وویل چی دوه نور سرتیری هم په دی پیښه کې ټپیان شوی دی.
له بل لوری یو امنیتی مقام چی ونه غوښتل نوم یی واخیستل شی، د آریانا نیوز سره په خبرو کې تایید کړی چی طالبانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی، خو تلفاتو دقیق آمار یی معلوم نه دی.
دا په داسی حال کې دی چی د فراه ولایتی شورا مشر ډیر ځلی خپلو مصاحبو کې ټینګار کړی دی چی مرکزی حکومت یواځې فراه عواید ته اړتیا لری خو ددی عوایدو په وړاندی هیڅ خدمات نه ترسره کوی.