د فراه ولایت چارواکی وایی، په یاد ولایت کې د وسله والو په یوه کمین کې ۳ پولیس او یو تړونوال وژل شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د فراه ولایت د والي ویاند ناصر مهري، پرون په دی اړه رسنیو ټه ویلی دی، د یاد ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د دولت د مخالفو په یوه کمین کې د ملي پولیسو د ۳ سرتېرو او د ملي پوځ د یوه تړون کوونکي وژل شوی.
سرچنیو زیاتیوی، چې د ملي پوځ د تړونوال له ۳ پولیسو سره په (کرولا) ډوله موټر کې د پشت رود ولسوالۍ له لوري د فراه ښار په لور روان وه، او وسله والو په یوه کمین کې برید کړی دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.