دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 44212
د ملی پولیسو ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې،۴۴ تنه ترهګر طالبان ووژل
ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د اووه ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کونړ ،ننګرهار ، کندهار، لوګر ، خوست او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د اووه ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کونړ ،ننګرهار ، کندهار، لوګر ، خوست او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل،۴۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۱۴ تنه ټپیان او دري تنه یې ژوندي نیول شوي دي .

په یادو عملیاتو کې یوزیاته اندازه سپک او درانه وسلۍ او مهمات هم دهېواد ملی پولیسو لاسته لویدلې دي.
همداشان یوتن ترهګرطالب تېره ورځ غوښتل یی د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو ولسوالۍ پرسړک یوه کړۍ د وسایطو ضد ماین ځاي پرځاي کړي چې باالفعل د یاد ولایت د ملی پولیسو له لوري ونیول شو.

همدارنګه د ارزګان ولایت د ملی پولیسو منسوبینوڅلور کړۍ دوسایطوماینونه چې تازه د طالب ترهګرو له لوري دترهګریز کړنو په موخه د یاد ولایت د خاص ارزګان او چوره ولسوالیو په اړوندو سیمو کې ځاي پرځاي شوی وو کشف او شنډ کړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauuny.49ny61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته