کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملی پولیسو ځواکونو په بیلابیلو عملیاتو کې،۴۴ تنه ترهګر طالبان ووژل

افغان غږ آژانس(آوا) , 10 سرطان 1391 ساعت 10:58

ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د اووه ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کونړ ،ننګرهار ، کندهار، لوګر ، خوست او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل.


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د اووه ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کونړ ،ننګرهار ، کندهار، لوګر ، خوست او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل،۴۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۱۴ تنه ټپیان او دري تنه یې ژوندي نیول شوي دي .

په یادو عملیاتو کې یوزیاته اندازه سپک او درانه وسلۍ او مهمات هم دهېواد ملی پولیسو لاسته لویدلې دي.
همداشان یوتن ترهګرطالب تېره ورځ غوښتل یی د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو ولسوالۍ پرسړک یوه کړۍ د وسایطو ضد ماین ځاي پرځاي کړي چې باالفعل د یاد ولایت د ملی پولیسو له لوري ونیول شو.

همدارنګه د ارزګان ولایت د ملی پولیسو منسوبینوڅلور کړۍ دوسایطوماینونه چې تازه د طالب ترهګرو له لوري دترهګریز کړنو په موخه د یاد ولایت د خاص ارزګان او چوره ولسوالیو په اړوندو سیمو کې ځاي پرځاي شوی وو کشف او شنډ کړل.


د مطلب کود: 44212

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44212/د-ملی-پولیسو-ځواکونو-په-بیلابیلو-عملیاتو-کې-۴۴-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل

آوا
  https://www.avapress.com