د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د هلمند ولایت مقام په یو خبرپاڼه کی راغلی دی: تیره شپه د کماندو ځواکونو یو برید په نتیجه چی د موسی قلعه په ولسوالی کی رامنځته سو، د طالبانو مخدره توکو تولید یو لوی مرکز له منځه ولاړه.
خبرپاڼه زیاتوی چی د مخدره توکو دا مرکز ۱۵۰۰ کیلوګرامه تریاک، ۳۳ کیلوګرامه هیروین، ۱۵ کیلو ګرامه چرس، ۳۶۰ کیلو ګرامه آمونیم نایترید چی د بومونو جوړولو لپاره پکاریږی او ځینی اسلحی د کماندو ځواکونو له لوری کشف او ضبط سوی دی.