د هلمند چارواکی خبر ورکوی چی د هلمند موسی قلعه ولسوالی کی د طالبانو مخدره توکو تولید یو لوی مرکز له منځه تللی او په لسګونه کیلو مخدره توکی کشف سوی دی.
په هلمند کی د مخدره توکو تولید یو مرکز له منځه تلنه
7 قوس 1396 ساعت 18:32
د هلمند چارواکی خبر ورکوی چی د هلمند موسی قلعه ولسوالی کی د طالبانو مخدره توکو تولید یو لوی مرکز له منځه تللی او په لسګونه کیلو مخدره توکی کشف سوی دی.
د آوا په ګزارش سره، د هلمند ولایت مقام په یو خبرپاڼه کی راغلی دی: تیره شپه د کماندو ځواکونو یو برید په نتیجه چی د موسی قلعه په ولسوالی کی رامنځته سو، د طالبانو مخدره توکو تولید یو لوی مرکز له منځه ولاړه. خبرپاڼه زیاتوی چی د مخدره توکو دا مرکز ۱۵۰۰ کیلوګرامه تریاک، ۳۳ کیلوګرامه هیروین، ۱۵ کیلو ګرامه چرس، ۳۶۰ کیلو ګرامه آمونیم نایترید چی د بومونو جوړولو لپاره پکاریږی او ځینی اسلحی د کماندو ځواکونو له لوری کشف او ضبط سوی دی.
د مطلب کود: 153968