د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ینس ستولتنبرګ، د ناتو عمومی منشی وویل: زموږ او روسیه ترمنځ دیالوګ آسانه کار نه دی.
موږ همدارنګه د افغانستان په اړه روسیه سره خبری کړی دی؛ زه هیله مند یم چی دا خبری په شدت سره ادامه ولری. دا خبری اتری د ضعف شکاره کوونکی نه دی بلکه د قدرت شکاره کوونکی دی.
حنیف اتمر، د ملی امنیت مشاور هم په مسکو کی د منځنۍ آسیا هیوادونو او روسیه ملی امنیت مشاورانو سره په ناسته کی ګډون درلود او یو طرحه د هراس افګنانو په وړاندی مشترک مبارزی او سولې همکاریو لپاره مطرح کړی دی چی د روسیه او منځنۍ آسیا هیوادونو له لوری قبول سوی دی.
قادرشاه، د ملی امنیت شورا مشاور وویل: حنیف اتمر یو طرحه د تروریزم سره مبارزه او سولې په اړه هغوی ته سپارلی دی چی ملی امنیت مشاورین ورڅخه ملاتړ کړی دی.
د سازمان ملل او سیمه ایز هیوادونو نقش د افغانستان سولې پروسه کی مهم بل کیږی؛ هغه سوله هچی ټوله هیوادونه همکاره وی او مالکیت یی د افغانستان حکومت په لاس کی وی.