د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جمعه ګل؛ د کنړ امنیه قوماندان د سه شنبه په ماسپښین و خبرنګارانو ته وویل چی د دولتی ځواکونو په برید کی، پاکستانی ملیشه ګانو ته زیان اوښتی دی خو جزئیات په لاس کی نه لری.
د اخیر یو اونۍ په جریان کی د زرو څخه ډیر راکت د پاکستانی نظامیانو له لوری د کنړ سرحدی سیمو باندی توغول سوی دی.
د کنړ امنیه قوماندان د رادیو آزادی خبرنګار ته وویل: په دی ولایت کی پاکستانی نظامیان د دولت مسلح مخالفانو څخه ملاتړ کوی.