د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، همایون محتاط؛ د الکترونیکی تذکرو ویښ اداری مشر ددی مطلب په بیان سره و آزادی رادیو ته ویلی دی چی هیڅ ډول مشکل ددی پروسه په وړاندی شتون نه لری او هغوی ددی پروسی عملیاتی آخری برنامی پوره کولو په حال کی دی.
د هغه په وینا، د شپږ سوو کارمندانو استخدام پوره سوی دی او څلور مراکز د خدماتو ارائه کولو لپاره آماده دی او مخابراتو وزارت هم خپل هر اړخیزه مرسته اعلان کړی دی.
د معلوماتو له مخی، د افغان او قومونو کلمه په دی تذکره کی ذکر کیږی.
ددی اداری مسئولینو په وینا په حاضر حال کی دا اداره په دی صبر دی چی ترڅو د هغه اقوامو نومونه چی په اساسی قانون کی د ۱۴ قومونو ترڅنګ د نورو اقوامو په عبارت باندی ذکر سوی دی، شکاره سی.
د الکترونیکی تذکرو ویښ لړۍ د کابل څخه پیلیږی او د ۵۰۰ تنو لپاره چی مخکی هویت یی تثبیت سوی دی، الکترونیکی تذکری ویښ لړۍ پیلیږی.