د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فضل هادی مسلمیار، د سنا مجلس مشر د سنا مجلس په ننۍ ناسته کی د هند او افغانستان استراتژیک تفاهم نامی امضا څخه ښه راغلاست سره وویل: هیله مند یم چی د افغانستان حکومت به وکولای سی ددی قراردادونو څخه د افغانستان خلګو او هیواد لپاره ښه ګټه پورته کړی.
ځینی سناتوران د افغانستان او هند ترمنځ استراتژیک همکاریو څخه ښه راغلاست وکړ او ټینګار وکړ چی افغانستان باید ملی ګټی او سیمه ایز حساسیتونه د تفاهمنامو امضا په شان باید تر نظر لاندی ولری.
د افغانستان او هند ترمنځ مشارکت شورا دوهم ناسته پرون د نوۍ دهلی ښار کی د دوه اړخیزی استراتژیک همکاریو موافقنامی نظارت لاندی امضا سو.
دا ناسته د آغلۍ سوشما سواراج د هند خارجه وزیره او ښاغلی صلاح الدین ربانی د افغانستان اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په مشری تدویر سو.
ددی لیدنو په لړ کی ښاغلی صلاح الدین ربانی د نرندرا مودی د هند لمړۍ وزیر سره لیدنه وکړه.
نرندرا مودی همدارنګه ویلی دی چی هیواد یی د افغانستان په وړاندی خپل تعهداتو باندی ولاړ دی.