د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي، د هند هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې مېرمن سوشما سوراج سره وکتل. په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ په ملکي او پوځي برخوکې د دوه اړخیزو همکاریو، په افغانستان کې د دوست هېواد هندوستان د پروژو او د یو شمېر سیمه ایزو مسایلو په باب خبرې وکړې. جمهور رئیس کرزي مېرمن سوشما سوراج ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل چې تاریخي اړیکو او هم د دواړو هېوادونو پر وړاندې ګډو ګواښونو ته په کتو سره، افغانستان د هند هېواد ملګری او متحد دی. جمهوررئیس کرزي ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان راتلونکی حکومت به هم له هند سره خپلو دوستانه اړیکو او همکاریو ته ادامه ورکړي. حامدکرزي د هند د بهرنیو چارو وزیرې ته وویل لکه تاسو چې تل له افغانستان سره خپله دوستي او ملګرتیا ثابته کړې ده، افغانستان به هم تل ستاسو ترڅنګ وي. د هېواد جمهوررئیس له افغانستان سره د هند هيواد له مرستو، په ځانګړې توګه په زرګونو افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو د زمینې د برابرولو له امله د دغه هېواد له حکومت څخه مننه وکړه. مېرمن سوشما سوراج کابل ته د خپل سفر او له جمهوررئیس کرزي سره د لیدنې له امله خوښي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې هېواد به یې له افغانستان سره د تېر په څېر خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو څخه چې هر یو د انتخاباتو په نتیجه کې د افغانستان منتخب جمهور رئیس شو، هندوستان به له راتلونکي افغان جمهور رئیس او حکومت سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)