دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 144590
په فاریاب کی د داعش او طالب ځواکونو بیعت
د فاریاب امنیتی چارواکی وایی چی د داعش کسانو ددی ولایت شیرین تګاب ولسوالی آستانه بابای سیمه کی د طالبانو سره بیعت کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د فاریاب پولیسو ویاند عبدالکریم یورش و سلام وطندار ته وویل چی د داعش یو قوماندان د مفتی نعمت الله په نامه خپل ترلاس لاندی کسان د طالبانو سره بیعت لپاره د جوزجان درزاب ولسوالی څخه د فاریاب شیرین تګاب ولسوالی ته استولی دی.
هغه زیاته کړه چی ددی ۳۰ کسیزو ډلی مشری ملااسدالله په غاړه لری.
هغه وایی، چی یواځی یو ډله د هغوی سره بیعت کړی خو د طالبانو نور ډلی ددی بیعت سره مخالفت ښودلی دی.
د فاریاب پولیسو ویاند وایی چی دا موضوع د داعش او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو لامل ګرځیدلی دی او ددی احتمال شته چی ناراضه طالبان د داعش ځواکونو سره په دی ولسوالی کی نښتی وکړی.
تراوسه په فاریاب کی د طالبانو او داعش رسمی پاڼو کی د بیعت په هکله کوم څه نه دی خپور سوی.
https://avapress.com/vdci35azut1a5w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته