د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
په کابل کې د چین سفیر یو جینګ په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د پانګوني لپاره بشپړ فرصتونه شته او پانګوال مو لیوالتیا لري، چې د افغانستان په لویو سیمه ییزو پروژو کې لکه کاسا زر او تاپي پروژې په پلي کیدو کې پانګونه وکړي.
دی زیاتوي، د چین او افغانستان تر منځ د اقتصادي همکاریو لړۍ ښه پرمخ روانه ده.
دی وايي، چې د چین او افغانستان ترمنځ د هوایي پروازونو زیاتوالی، له ریل پټلۍ سره نښلیدل او د نوري فیبر پروژو پلي کیدل د بد خشان له لارې دا ټول اقتصاډي فعالیتونه دي، چې د دواړو هېوادونو د پرمختګ سسب به شي.
د یوجینګ په وینا؛ مونږ غواړو په افغانستان کې د اقتصادي لار څخه ثبات ته ورسیږو. کله، چې خلکوته د کار زمینه برابره شي؛ نو پخپله سو له او امن هم راځي.
د یادونې وړده، چې د چین او افغان حکومتونو چارواکو ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به ډېر ژر د اقتصادي فعالیتو نو یو ګډ او نوی فصل پرانستل شي او په پراخه توګه به اقتصادي پروژې هم پلي شي.
چین په افغانستان کې منظم اقتصادي پرمختګونه د ثبات او اقتصاد دغوړیدو لامل بولي.