دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 141994
هلمند کې د امريکا سمندري ځواکونو ماموريت په رسمي توګه پېل شو
په هلمند ولايت کې د امريکايي اردو ځواکونو ۱۸ مياشتنی ماموريت پای ته ورسېد او پر ځای يې سمندرې ځواکونو خپل ماموريت پېل کړ.
د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی دی خبر پانه کی راغلی، په دې اړه د شنبه په ورځ شوراب پوځي اډه کې مراسم نيول شوي وه، چې پکې د ملي دفاع وزارت لوی درستيز ډګرجنرال محمد شريف يفتلي، هلمند والي حيات الله حيات او د نظامي شورا غړو، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن او د هغوئ يو شمېر نورور جنرالانو ګډون درلود.
د انتقال مراسمو ته د وينا په ترڅ کې د ۲۱۵ مېوند قول اردو قومندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي وويل، چې په هلمند کې د جنرال سېمس په مشرۍ د امريکا تاسک فورج ځواکونو تېر ۱۸ مياشتنی ماموريت د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لپاره په مشورتي، هوايي ملاتړ، تعليم او تربيې او يو شمېر نورو امنيتي برخو کې اغېز لرونکی او د پوره همږغۍ له مخې ترسره شو.
هغه هيله و ښوده چې د سمندري ځواکونو له نوي ماموريت سره به هم ښه همږغي او همکاري ولري. په افغانستان کې‌ د امريکايي ځواکونو مرستیال قومندان تورن جنرال جان تامسن وويل، تېر کال وسله والو طالبانو خپله وروستۍ هڅه وکړه، چې‌ هلمند په بشپړه توګه تر خپل حاکميت لاندې راولي خو د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري ددوئ دغه پلان ناکام او پر شا وتمبول شو.
هغه ډاډ څرګند کړ، چې امريکايي ځواکونه به د افغانستان د خاورې دفاع په لار کې له افغان امنيتي ځواکونو سره خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکړي.
هلمند کې د امريکايي اردو ځواکونو مخکني قومندان بريد جنرال سمس په دې ولایت کې د خپل ماموريت په هکله معلومات وړاندې کړه او زیاته يې کړه، چې له افغان امنيتې او دفاعي ځواکونو سره په ګډه همکارۍ يې د خپل ماموريت په لړ کې د بولان، بشران، نادعلي او ۶۰۱ شهرا په ګډون ګڼو سیمو کې هوايي همکاري او مشورتي ونډه اخيستې ده.
هغه زیاته کړه، چې د تعلیم او تربيې په برخه کې يې هم د ۲۱۵ مېوند قول اردو ځواکونو کميت او کیفيت لوړ کړی دی.
ورپسې هلمند کې د امريکايې سمندري ځواکونو نوي قومندان برید جنرال راجر تورنر د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې ددې ولایت له والي حيات الله حيات او نظامي شورا سره په ګډه به ښه کاري ماموريت ولري او ددوئ غوښتنو سره سم به په مشورتي، د افغان ځواکونو تعلیم او تربيې، هوايي او ځينو نورو امنيتي برخو کې لازمه همکاري وکړي.
هغه خوښي و ښوده چې له افغان امنيتې او دفاعي ځواکونو سره په ګډه به کار وکړي.
د ويلو ده چې د امريکا متحده ایالاتو له پرېکړې سره سم هلمند ولایت ته د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې ۳۰۰ سمندري ځواکونه را لېږل شوي چې نن يې دلته خپل ماموریت په رسمي توګه پېل کړ.
ددې ځواکونو نيمې برخې په تېرو وختونو کې هلمند کې ماموريت ترسره کړی او اوس مهال له افغان ځواکونو سره په مشورتي، د تعلیم او تربيې کچې لوړولو او د دښمن ځپلو برخه کې‌ همکاري کوي.
https://avapress.com/vdcdnf0foyt0on6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته