د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د حزب اسلامی یوه سرچینه وايي، چې ګلبدین حکمتیار په لغمان ولایت کې دی او ډېر ژر به په جلال آباد کې هم راڅرګند شي.
ټاکل شوې، چې له راڅرکندیدو وروسته به د حزب امیر کابل ته راځي او په غازي لوبغالي کې به خپلو سلګونه پلویانو او مینه والو ته وینا کوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال د تلې پر لومړۍ نېټه د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو او د ښاغلي حکمتیار راڅرګندیدو ته زمینه برابره شوه.