کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حزب اسلامی رهبر گلبدین حکمتیار په لغمان کې راڅرګند شوی

5 ثور 1396 ساعت 3:32

د حزب اسلامی رهبر گلبدین حکمتیار نن د ( غویي۴ کال ۱۳۹۶) د هېواد په ختیځ ولایت کی له خپلو یو شمېر قومندانانو سره کتلي دي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د حزب اسلامی یوه سرچینه وايي، چې ګلبدین حکمتیار په لغمان ولایت کې دی او ډېر ژر به په جلال آباد کې هم راڅرګند شي.
ټاکل شوې، چې له راڅرکندیدو وروسته به د حزب امیر کابل ته راځي او په غازي لوبغالي کې به خپلو سلګونه پلویانو او مینه والو ته وینا کوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال د تلې پر لومړۍ نېټه د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو او د ښاغلي حکمتیار راڅرګندیدو ته زمینه برابره شوه.


د مطلب کود: 141592

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/141592/د-حزب-اسلامی-رهبر-گلبدین-حکمتیار-په-لغمان-کې-راڅرګند-شوی

آوا
  https://www.avapress.com