د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
دغه بندیان، چې اکثره د جګړې په ډګر کې نیول شوي؛ خو له خلاصیدو سره به هغوی د دولت متحدین شي.
ګلبدین حکمتیار وایي؛ تر هغې، چې بندیان آزاد نه شي، کابل ته نه راځي.
د حزب اسلامي غړی الله ګل مجاهد وایي، ټاکل شوې، چې د یکشنبې په ورځ د حزب اسلامي بندیان د بګرام او څرخي پله له زندانونو راخلاص شي.
د حزب اسلامي ویاند سید نقیب الله هاشمي وایي، د بندیانو په آزادیدو کې؛ ځکه ځنډ وشو، چې پلاوی یې لغمان ته تللی و.
د سولې د هوکړه لیک د عملي کولو کمیسیون رییس اکرم خپلواک وایي، هوکړه لیک به بند په بند پلی شي.
د حزب اسلامي د بندیانو د آزادیدو خبره د بشري حقونو د مدافع بنسټونو له اندېښنو سره هم مخ ده.