دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 137665
د طالب او داعش د ۲۴ غړو هلاکت د هیواد د امنیتی ځواکونو په عملیات کی
د ملی دفاع وزارت د طالبانو او داعش د تروریستی ډلو د ۲۴ تنو د وژل کیدو څخه خبرراکوی چی د امنیتی ځواکونو د تهاجمی او تعارضی عملیات په نتیجه کی وژل سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، د دفاع وزارت اضافه کوی: دا عملیاتونه چی د تروریستانو د منځه وړلو په مقصد په ننګرهار، کاپیسا، لوګر، غزنی، قندهار، هرات، قندوز، تخار او هلمند کی شروع سوی وو او په هغه کی ۲۲ تنه نور تروریستان په دی عملیات کی ټپی سوی وو.
دا وزارت وایی: په هغه عملیات کی چی د هلمند ولایت په سنګین ولسوالی کی ترسره سو، د طالبانو څخه ۱۴ تنه ددی ډلی د محلی قوماندان احمدشاه په شتون وژل سوی او څلور تنه نور هم د طالبانو د بل قوماندان مسلم په شتون ټپی سوی دی.
د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالی کی هم د طالبانو د تروریستانو څخه پنځه تنه وژل سوی او ۱۶ تنه نور ټپی سوی دی.
همدارنګه د ننګرهار ولایت د کوت په ولسوالی کی په یو عملیات کی د داعش تروریستی ډلی څخه پنځه تنه په قتل رسیدلی دی.
د کوت، اچین او ده بالا ولسوالیانی د هغه مناطقو څخه دی چی په هغه کی داعش تروریستان ډیر فعالیت لری.
https://avapress.com/vdcd950fkyt0s96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته