د
افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبر له مخی :
د کانونو او پټرولیم وزیر لس میاشتې مخکې استعفا ورکړې او د کانونو په چارو کې لاسوهنه یې د خپلې استعفا لامل ګڼلی و.
دغه وزارت تر اوسه د سرپرست لخوا اداره کیږي.
د ولسي جرګې ځيني غړي د ملي یوالي حکومت پررهبرانو تور لګوي،چې شخصي او فردي ګټې پالي او نه غواړي د وزارت لپاره نوی وزیرمعرفي کړي.
د ولسي جرګې غړی صادقي زاده نیلي وايي،چې لهکانونو او طبیعي زیرمو سره سرسري چلند د هېواد په زیان تمامیږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پروژو ريیس ذبیح الله سروري وايي،چې ورځنۍ چارې یې په منظمه توګه پرمخ ځي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د تېلو او ګازو د ساحې د پراخولو، د نویو سروې ګانو تر سره کول، د ګازو د څاګانو بیا رغونه او د کارخونو د ظرفیت لوړول د دوی د نویو کارونو څخه دي،چې روان دي.
ویل کیږي، چې دغه وزارت د ملي وحدت حکومت په دوه کلن پېر کې د تېلو د استخراج او چاڼ په اړه له ملي او نړیوالو کمپنیو سره پیل شوي کارونه ځنډولي او په دې اړه یې هیڅ راز پرمختګ ته زړه نه دی ښه کړی.