کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لس میاشتې کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر نلري

25 جدی 1395 ساعت 8:08

څه نا څه لس میاشتې کیږي،چې د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر نلري او د سرپرست لخوا اداره کیږي.


د آوا آژانس د خبر له مخی : د کانونو او پټرولیم وزیر لس میاشتې مخکې استعفا ورکړې او د کانونو په چارو کې لاسوهنه یې د خپلې استعفا لامل ګڼلی و. دغه وزارت تر اوسه د سرپرست لخوا اداره کیږي.

د ولسي جرګې ځيني غړي د ملي یوالي حکومت پررهبرانو تور لګوي،چې شخصي او فردي ګټې پالي او نه غواړي د وزارت لپاره نوی وزیرمعرفي کړي.

د ولسي جرګې غړی صادقي زاده نیلي وايي،چې لهکانونو او طبیعي زیرمو سره سرسري چلند د هېواد په زیان تمامیږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د پروژو ريیس ذبیح الله سروري وايي،چې ورځنۍ چارې یې په منظمه توګه پرمخ ځي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د تېلو او ګازو د ساحې د پراخولو، د نویو سروې ګانو تر سره کول، د ګازو د څاګانو بیا رغونه او د کارخونو د ظرفیت لوړول د دوی د نویو کارونو څخه دي،چې روان دي.

ویل کیږي، چې دغه وزارت د ملي وحدت حکومت په دوه کلن پېر کې د تېلو د استخراج او چاڼ په اړه له ملي او نړیوالو کمپنیو سره پیل شوي کارونه ځنډولي او په دې اړه یې هیڅ راز پرمختګ ته زړه نه دی ښه کړی.


د مطلب کود: 136549

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136549/لس-میاشتې-کیږي-چې-د-کانونو-او-پټرولیم-وزارت-وزیر-نلري

آوا
  https://www.avapress.com