دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۳۵
د مطلب کود : 134934
نشو کولی چې طالبان مات کړو او تاوتریخوالی پای‎ته ورسوو
د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، بارک اوباما له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خپله وینا کې وویل چې امریکا نشي کولی له افغانستان څخه تاوتریخوالی ورک کړي او لا هم په دې هېواد کې حالت ستونزمن دی.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس له مخی : اوباما زیاتوي د امریکا په مشرۍ د نړۍ هېوادونو هڅو سره سره بیا هم په دې هېواد کې حالات ستونزمن دي او په تېرو دېرشو کلونو کې دا د خلکو یوه برخه ګرځېدلې ده او واشنګټن نشي کولی چې په دې برخه کې تاوتریخوالی پای‎ته ورسوي، خو هغه څه چې کولی شي، نه پرېږدي چې دا هېواد د القاعدې پر امن پټنځای بدل شي. ده وویل:«لا هم په افغانستان کې حالات ستونزمن دي. د تېرو تېرشو کلونو راهیسې جګړه د افغانستان د خلکو د ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده او واشنګټن نشي کولی چې د طالبانو تاوتریخوالیو ته د پای ټکی کېږدي.« اومابا وړاندې وویل:«هغه څه چې کولی شو دا دي چې القاعدې ته اجازه ورنکړو چې په دې هېواد کې ځالې جوړې کړي موږ کولی شو چې د ښې راتلونکې په موخه له افغانانو ملاتړ وکړو.« ده د افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
https://avapress.com/vdcjtxevxuqethz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته