دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 125170
د افغانستان د بیا ودانولو لپاره د امریکا له خوا بېلې شوې پیسې پر څه لګېدلي؟
د پنتاګون هغه ځانګړي ګروپ، چې د افغانستان د جګړې وېجاړ کړي اقتصاد د بیا رغولو دنده ورپه غاړه شوې ، ورکړ شوې پیسې پر بې ګټو پروژو لګولي دي. په نتېجه کې په افغانستان کې نه ټولګټې اقتصادي پروژې ودانې شوي او نه بازار جوړ شوی.

د پنتاګون هغه ځانګړي ګروپ، چې د افغانستان د جګړې وېجاړ کړي اقتصاد د بیا رغولو دنده ورپه غاړه شوې ، ورکړ شوې پیسې پر بې ګټو پروژو لګولي دي. په نتېجه کې په افغانستان کې نه ټولګټې اقتصادي پروژې ودانې شوي او نه بازار جوړ شوی.

دغه خبره د افغانستان د بیا ودانولو په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي سرڅارونکي جان سوپکو، د امریکا متحدو ایالتونو د کانګرس د ولسي جرګې د وسله والو ځواکونو د چارو په کمېټه کې په جوړه شوې غونډه کې په خپله وینا کې وکړه.

ده د خپلې وینا په ترڅ کې خبر ورکړ، چې د داسې ډېرو خوندي بنګلو پر جوړولو ۱۵۰ میلیونه ډالره لګول شوي، چې هلته یوازې ۵-۱۰ امریکایي چارواکو ژوند کاوه. سوپکو په ټینګار وویل، چې دغه بنګلې شپه او ورځ ساتل کېدې او اوسیدونکو یې ډېر لوکس او قیمتي خواړه خوړل.

د سوپکو له خولې، په افغانستان کې د مایع طبیعي ګاز د سټېشن پر جوړولو، او همدارنګه په داسې وزلو د سیمه ییزو ټکسیانو پر سمبالولو،  ۴۳ میلیونه ډالره لګول شوي، چې دغه ټکسیان همدغه مایع ګاز د سونتوکو په ډول وکارولی شي. د افغانستان د بیا ودانولو د چارو امریکایي سرڅارونکي د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: «د دغه هر موټر د نوي کولو بیه د هغه د چلوونکي تر کالني عاید زیاته وه».

د سوپکو په اند د پیسو لګولو تر ټولو هېښوونکې پېښه د ۶،۱ میلیونو ډالرو په بیه د ایټالوي وزو رانېول وو. داسې انګېرل کېده، چې د دغو وزو روزل او ډېرول به په افغانستان کې د کشمېرې د تولید د چارو ودې ته خوځښت ورکړي. امریکایي سرڅارونکي زیاته کړه: خو دغه وزې د څه وخت په تېرېدو، د ژویو په یوه سیمه ییزه ناروغۍ اخته شوې او ټوله رمه یې مړه شوه.

د سرڅارونکي جان سوپکو د محاسبو له مخې، امریکا متحدو ایالتونو د جګړې وېجاړ کړي افغانستان د اقتصاد پر بیا ودانولو ټول ۸۰۰ میلیونه ډالره لګولي دي، خو دغو لګښتونو کومه ګټه نه ده ورکړې. سوپکو په خپله وینا کې دا هم وویل، چې واشنګټن په افغانستان کې پر جګړې ۱ تریلیون ډالره لګولي، او د دغه لګښت پر تله دغه ۸۰۰میلیونه ډالره دومره ډېرې پیسې نه دي. خو همدغه پیسې د دې لپاره بیخي بس وې، چې د کابل له اقتصاد سره یې مرسته کړې وای.

امریکا متحدو ایالتونو په ۲۰۰۱-۲۰۱۴ کالونو کې په افغانستان کې د طالبانو او د «القاعده» پر ضد پوځي عملیات سرته رسول. دغو پوځي عملیاتو ته د ۲۰۰۱ کال د سیپټمبر پر ۱۱-مه د امریکا په ټول تاریخ کې د تر ټولو ستر ترهګریز برید په غبرګون کې لاس واچاوه. پنتاګون د ۲۰۱۱ کال له جولای میاشتې څخه له افغانستان څخه د امریکایي پوځونو ایستل پیل کړل. د رسمي اطلاعاتو له مخې له افغانستان څخه د امریکایي پوځونو د ایستلو بهیر باید تر ۲۰۱۴ کال پورې پایته رسېدلای وای. خو اوس هم په افغانستان کې ډېر شمېر امریکایي پوځیان پاتې دي. سربېره پر همدې دغه پوځیان د افغانستان په خاوره کې د داعش د جګړه مارانو پر ضد پوځي عملیات کوي. 


https://avapress.net/vdcbzsb8grhb58p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته