د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر )یوناما( د فاریاب ولایت – په المار ولسوالۍ کې دیوه بم د چاودنې له امله د لږ تر لږه ۱۹ ملکي وګړو وژل او د ۲۸ نورو ټپي کیدل غندي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، ښاغلي نیکولاس هیسم وویل : ” په یوه مارکیټ کې د ملکي
وګړو پر وړاندې دغه ناوړه برید د انسانانو ژوند ته د نه درناوي ښکارندویي کوي. یوناما په کراتو دهغو وسلو د کارولو د
ژر تر ژره بندولو غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې کارول کیږي او په بې توپیره توګه ملکي
وګړي وژني. “
یوناما په چاودنه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله غمرازي څرګندوي او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژآنس(آوا)