دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۲
د مطلب کود : 108626
جمهور رئیس غني سعودي عربستان ته له دوه ورځني رسمي سفر وروسته تېره شپه هېواد ته راستون شو
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني چې د شنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره سعودي عربستان ته تللی و،تېره شپه هېواد ته راستون شو.
جمهور رئیس غني او ملګري پلاوي یې سعودي عربستان ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر په لړکې د یکشنبې په شپه په بیت الله شریف کې د عمرې حج مراسم پرځای کړل.
جمهور رئیس محمد اشرف غني او ملګري پلاوي یې د کعبې شریفې له طواف او په مسجدالحرام کې د دوه رکعتو لمونځ له اداکولو وروسته په افغانستان کې د سراسري او تل پاتې سولې د ټینګښت، د افغانانو ترمنځ د اتحاد او اتفاق د لا پیاوړتیا، د ټول مسلمه امت او په ځانګړي ډول د افغان ځوریدلي ملت د سوکالۍ
او نیکمرغۍ لپاره د لوی خدای په دربارکې دعا وکړه.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، سعودي عربستان ته د خپل سفر په لړکې، د یکشنبې په ورځ له مکې معظمې څخه ریاض ته ورسېد.
 جمهور رئیس غني او ملګري پلاوي ته یې په ریاض کې د خالد بن عبدالعزیز په نړیوال هوایي ډګر کې د سعودي عربستان د پادشاه د الحرمین الشریفین د خادم اعلیحضرت سلمان بن عبدالعزیز لخوا په داسې حال کې په رسمي ډول تود او بې سابقې هرکلی وویل شو چې د سعودي عربستان ولیعهد او د دغه هېواد دکورنیو چارو وزیر امیر محمد بن نایف، د ریاض ښارامیر فیصل بن بندر او د سعودي عربستان یو شمېرنور وزیران او امیران هم ورسره ملګري وو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني او ملګري پلاوي يې په هغه غرمنۍ میلمستیا کې ګډون وکړ چې د دوی په ویاړ د سعودي عربستان د پادشاه د الحرمین الشریفین د خادم اعلیحضرت سلمان بن عبدالعزیز لخوا شوې وه.
له میلمستیا وروسته جمهور رئیس محمد اشرف غني او د سعودي عربستان پادشاه د الحرمین الشریفین خادم اعلیحضرت سلمان بن عبدالعزیز له یو بل سره وکتل.
اعلیحضرت سلمان بن عبدالعزیز په دغه کتنه کې جمهور رئیس غني ته وویل، د افغانانو دوهم کور سعودي عربستان ته ښه راغلاست.
دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو اقتصادي، امنیتي او فرهنګي اړیکو پر لا پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ په یادو برخوکې د اړیکو پراختیا په سیمه کې د سولې او امن د ټینګښت سبب شي.
د سعودي عربستان پادشاه ډاډ څرګند کړ هر هغه څه چې په وس کې لري له افغانستان څخه به يې ونه سپموي او په دوامدار ډول به له دغه هېواد سره خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي.
دواړو لورو موافقه وکړه چې د دغو دوه اړخیزو همکاریو لپاره دې د دواړو  هېوادونو د ګډ پلاوي لخوا یو چوکاټ برابرشي.
د سعودي عربستان پادشاه د الحرمین الشریفین خادم وویل چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې د دوه هېوادونو اړیکې نه، بلکې د دوو مسلمانو وروڼو ملتونو ترمنځ اړیکې دي چې د دواړو ملتونو د سوداګرو، پانګوالو او فرهنګیانو ترمنځ راشه درشه کولای شي دغه اړیکې لا نورې هم پراخې کړي.
اعلیحضرت سلمان بن عبدالعزیز وویل چې سعودي عربستان د بیت الله شریف ټاټوبی، د حضرت محمد (ص) د زیږېدنې، د قرآن عظیم الشان د نزول او د اسلام د مقدس دین د ظهور ځای دی چې له همدې امله سعودي عربستان په مکه معظمه او مدینه منوره کې د نړۍ د مسلمانانو کوربه وي او موږ غواړو چې له مسلمانانو سره د زړه له کومې هر اړخیزې همکارۍ وکړو.
 جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان له خلکو سره د جهاد په دوران او په تېره یوه لسیزه کې د ورور او دوست هېواد سعودي عربستان له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او له دغه هېواد څخه یې وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د پخوانۍ سلسلې له مخې په نوې بڼه خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې په بیت الله شریف کې د عمرې مراسمو د زړه قوت راکړ، له لوی خدای څخه غواړم چې دغه قوت د افغان مسلمان ملت ته د خدمت او د نړۍ له مسلمانانوسره د تعاون او لاس نیوي سبب شي.
د افغانستان جمهور رئیس د مکې په کنفرانس کې چې د سعودي عربستان په کوربه توب د اسلامی هېوادونو ترمنځ د تروریزم پرخلاف د مبارزې د همغږې کولو په موخه جوړ شوی و، د دغې ناوړې پدیدې پرخلاف د سعودي عربستان دریځ وستایه او له دغه هېواد څخه یې مننه وکړه چې د دغه کنفرانس له لارې یې د تروریزم اصلي څېره نړیوالو ته په سمه توګه ور وپېژندله.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې تروریزم د یو سیستم له مخې ورانونکي فعالیتونه کوي، سیمې او نړۍ ته پکار ده چې لومړی دغه سیستم په ښه ډول وپیژني او بیایې پرخلاف خپلې هڅې همغږې کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcirvazqt1auq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته