?اکل شو? ده چ? د افغانستان د کرک? ملي ?يم روانه اون? په متحده عربي اماراتو ک? له ايرلن? او سکا?لن? لوب?لو سره يو ل? لوب? وک?ي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم روانه اونۍ په متحده عربي اماراتو کې له ایرلنډ او سکاټلنډ لوبډلو سره یو لړ لوبې وکړي.
دغه لوبې د پنځوس اورونو نړیوال جام لوبو ته د تیاریو لپاره ترسره کیږي.
نړیوال جام لوبې د فبروري او مارچ په میاشتو کې په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره کیدونکي دي.
افغان ټیم د نړیوال جام لپاره لوبغاړي غوره کړې دي. د دغه جام تر پیلیدو مخکې به هم افغان ټیم په اسټرالیا کې یو لړ دوستانه لوبې وکړي.
د پنځوس اورونو په نړیوال جام لوبو کې د افغانستان لومړۍ لوبه د فبروري په اتلسمه له بنګله دیش سره ده.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement