مشرانو جرګې د پاکستان پولیسو له لوري په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ د ملکیت اړوند د افغان مارکېټ تړل کېدو او د افغانستان د ملي بیرغ کوزولو پر وړاندې شدید غبرګون څرګند کړ.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار او د دې جرګې غړیو فرهاد سخي او انارکلي هنریار له افغان حکومت څخه وغوښتل چې یاده پېښه په جدي توګه تعقیب کړي او د پاکستان د دیپلوماتیکو سرغړونو پر وړاندې بالمثل عمل ترسره کړي.
په ورته مهال یو شمېر سناتوران
وايي چې د فاریاب درزاب ولسوالۍ سقوط کېدو له امله د سرپل صیاد ولسوالۍ له سختو امنیتي تهدیداتو سره مخ ده، او دا ډول د ارزګان ګیزاب ولسوالۍ مربوطاتو کې ۱۰۰ امنیتي ځواکونه محاصره دي.
د دې جرګې غړي رحمت الله اڅکزي او ګلالۍ نور ساپۍ په پلازمېنې کابل کې د پولیسو له لوري د ملي شورا د غړو پر وړاندې کېدونکی چلند مناسب نه ګڼي، او ددې سوتفاهم د مخنیوي لپاره د ملي شورا د غړو د اسلحو او د وسایطو ثبت لپاره د یو منظم سیستم رامنځته کېدو باندې ټینګار کوي.
مشرانو جرګه پر کورنیو چارو وزارت نیوکه کوي، چې د ملي شورا غړو د ساتونکو یونفورم مشخصول، وسایطو نمبر پلیټونو برخه کې له ژمنو سره سره عملي اقدام نه دی کړی.