دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 123358
ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه په عملي پلانونو بدلېږي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسی مشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د جنوب ختیځ زون د وکیلانو، سناتورانو او د کابینې د غړیو په دویمه ګډه ناسته کې ګډون وکړ.

دا ناسته چې په ارګ کې جوړه شوې وه، په پیل کې ولس مشر غني د ملي شورا استازو ته په خطاب کې وویل: ستاسو ږغ د ولس ږغ دی او د دغو ناستو موخه هم داده چې د ولس اساسي غوښتنې او پیغامونه واورو. هغه زیاته کړه، ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه په عملي پلانونو بدلېږي.

ولس مشرد ملي شورا له استازو څخه له ژمنیو رخصتیو دمخه د افغانستان د ملي بودجې د تصویبولو له امله د مننې پرمهال وویل: ټولو وزیرانو د بودجې په اساس خپل پلانونه جوړ کړي او د تطبیق په حال کې دي.

د هېواد ولسی مشر د درې ګونو قواو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ په زیاتوالي ټینګار وکړ او وې ویل: د درې واړو قواو د مشر په توګه به د هغو تر منځ اعتدال، همغږي او همکاري زیاته کړم.

ولس مشر څرګنده کړه، د همغږي د زیاتوالي په موخه به په هر دوو میاشتو کې یو ځل د کابینې له غړیو او په هرو څلورو میاشتو کې به له ټولو والیانو سره د ملي شورا د استازو ګډې ناستې جوړې کړي.

ولس مشر وویل: د نوی کال په پیل کې به په۱۳۹۴لمریز کال کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په هکله ولس ته راپور ورکړو. هغه زیاته کړه، چې تېرکال وزارتونو ۵۵ سلنه بودجه لګولې وه او دا ځل مو کوښښ دادی چې دغه سلنه فوق العاده لوړه کړو.

د یادې ناستې ګډونوالو ته د وینا پرمهال اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: دا ډېره موثره طریقه ده چې د ملي شورا استازي او د کابینې غړي د خپلو مشرانو په حضور کې خپلې ستونزې، غوښتنې، پلانونه او لاسته راوړنې سره شریکوي.

همدارنګه د جنوب ختیځ زون (لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان او کوچیانو) وکیلانو او سناتورانو د خپلو اړوندو سیمو د ستونزو په هکله خبرې وکړې.

وکیلانو او سناتورانو امنیتي، د سیمه ییزو پولیسو، اداري فساد، د زده کړې، روغتیا، برېښنا، کرنې، د کدرونو د استخدام، سرکونو، بندونو، کانونو، د حکومتي ادارو او ښوونځیو د ودانیو د کمبود، په عربي هېوادونو کې د مېشت افغانانو د پاسپورټونو د ستونزو، د مدرسو د لیلیو، پوهنتونونو، د کوچیانو د څښاک د اوبواو مېشتېدنې، په سرحدي ولایتونو کې د کلدارو او تومان د چلښت، د پلونو جوړولو، د غیر مسوولو وسله والو، د ځنګلونو د وهلو، د صنعتي پارکونو، د کابل - جلال اباد دویم سرک جوړولو او نورو ستونزو په هکله خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل.

وروسته د سکتوري وزارتونو وزیرانو په نوبت سره د وکیلانو او سناتورانو پوښتنې ځواب کړې او خپل راتلونکي پلانونه یې له هغوی سره شریک کړل.

ورپسې جمهور رئیس له سناتورانو او وکیلانو څخه مننه وکړه چې د ولس غوښتنې یې په واضح توګه د کابینې له غړیو سره مطرح کړې او زیاته یې کړه، چې ستاسو پخوانۍ غوښتنې مو په عملي برنامو بدلې کړې دي او اوسنۍ ستونزې او غوښتنې مو هم د جدول په توګه ترتیب کړئ.

محمد اشرف غني وویل، ۱۳۹۴ل د افغانستان د بقا کال وو او په تېر کال کې مو د جنګ اوه بېلابېل پړاونه تېر کړل. هغه زیاته کړه، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه له تېرو دوه میاشتو راهیسې هره شپه ۵ ځانګړي عملیات کوي او ظرفیتونه یې لوړ شوي دي.

جمهور رئیس غني وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په برخه کې منسجم او منظم حرکت موجود دی او د متحرکې اردو د جوړولو په هڅه کې یوو او د جګړې په لومړیو کرښو کې به ملي پولیسو ته هم درندې وسلې ورکړو.

جمهور رئیس څرګنده کړه چې داعش مو په ننګرهار کې ځپلی دی، راډیو او نظامي مرکزونه یې له منځه تللي او د هرې ترهګرې ډلې د نابودۍ لپاره به زموږ عملیات دوام ولري.

د هېواد جمهور رئیس د سولې د خبرو په برخه کې شویو پرمختګونو ته په اشارې وویل، سولې ته امیدواري زیاته ده. هغه زیاته کړه چې د ۲۱ نویو بندونو جوړولو سره به زیاته ځمکه خړوب او د کوچیانو د ځای پر ځای کولو اسانتیا برابره شي.

جمهور رئیس وویل، تېر کال داخلي عایدات ۲۲ سلنه لوړ شول او ۱۷ ځله مې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په موخه د امریکا له جمهور رئیس سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې، چې په نتیجه کې د امریکا په ګډون د افغانستان بهرنیو شریکانو له افغانستان سره د امنیتي او انکشافي همکاریو په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړې.

جمهور رئیس غني د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او سرښندنې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د وارسا او بروکسل په راتلونکو غونډو کې به له افغانستان سره د نظامي او انکشافي همکاریو په اړه بحث وشي.

جمهور رئیس وویل، د افغانستان د خودکفایۍ په موخه د بخش اباد، کمال خان او هلمند بندونو پروژو ته لومړیتوب ورکوي او تر څنګ به یې د هېواد په هر زون کې د ټاپي په څېر ملي پروژې ایجاد کړو.
https://avapress.com/vdchmxnz623nixd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته