میر رحمان رحمانی، د نمایندګانو مجلس غړو اکثریت رای په ترلاسه کولو سره ددی مجلس رئیس په توګه وټاکل شو.
ښاغلی رحمانی د پروان خلګو نماینده په مجلس کې او د لویو تاجرانو څخه دی.
ښاغلی رحمانی ۱۳۶ رایو په نیولو سره د نمایندګانو مجلس رئیس په توګه وټاکل شو.
ښاغلی رحمانی د رای ګیری په لومړۍ دور کې د نمایندګانو مجلس موقت رئیس له لوری ددی مجلس رئیس په توګه معرفی شوی وو، هغه مسئله دوه میاشتو جنجال لامل شو.
له دی لید څخه، دا پیښه کیدلای شی چی مبارک وی؛ هغه پیښه چی البته که د کوم مقابل جناحو غبرګونونو سره مخ شوی نه وای، په همغه لومړۍ ځل به رامنځته شوی وای.
له بل لوری، ښاغلی رحمانی د هغه طیف څخه په پارلمان کې نمایندګی کوی چی قانون ته متعهد دی او قومیت د هرڅه اصل او اساس نه بولی. له دی لوری هم د هغه ټاکل کیدل هم کولای شی هیله رامنځته کوونکې وی؛ ځکه په هغه صورت کې چی د هغه پرځای کمال ناصر اصولی ټاکل شوی وای، بیله شکه قومی مشکلات به د نمایندګانو مجلس څخه ټولنې ته پراختیا موندلي وای او په هغه صورت کې، د قومی مرګونۍ او سخت جګړی رامنځته کیدو خطر پیاوړی کیده.
په دی حال کې، دا پوښتنه هم نه شو کولای چی نظر څخه لیری کړو چی آیا د ښاغلی رحمانی ټاکل کیدنه د رئیس په توګه د مجلس وضعیت د تیرو په پرتله به ښه کړی؟
دا پوښتنې ځواب د ښاغلی رحمانی او ریاست تګلاره او مدیریت او رهبری پوری اړه لری چی څنګه اوسنۍ پارلمان لکه څنګه چی مدعی شوي، عزت او افتخار لوری ته هدایت شی.
بناپردی، دا پوښتنه په یو بل ډول سره مطرح کولای شو؛ داچی آیا ښاغلی رحمانی نمایندګانو مجلس کې رهبری توان چی مجلس عزت او افتخار لوری ته یوسی لری که نه؟
په لومړۍ قدم کې باید په نظر کی ولرو چی هغه هیڅ ډول سیاسی او حقوقی تجربه او تخصص نه لری. ښاغلی رحمانی په نهایت کې یو پیسه داره تاجر دی؛ خو مساله داده چی د نمایندګانو مجلس ریاست څوکي، تجاری کسب او کار نه دی چی د مالی او مادی زیان او سود میزان په اساس وسنجول شی.
له بل لوری، د اوسنۍ پارلمان ترکیب هم حتی د پخوانیو پارلمانی دورو په مقایسه ډیر نامتجانس دی؛ ځکه د خلګو رای د غړو په ټاکنو کې ترټولو کم نقش او سهم درلودلی دی. بناپردی، دداسی نهاد اداره، تجارت او سیاست او حقوقی پوهی تجربه څخه لوړ قدرت ته اړتیا لری.
له همدا اوس څخه ویلای شو چی ښاغلی رحمانی په وړاندی قومی طیف د هغه مشری لاندی پارلمان کار تخریب او کمزوری کولو لپاره شروع کړی دی.
سربیره پردی، دولت هم بیله شکه په مجلس کې مداخله ولری او مهم او راهبردی تصمیم نیونې د بندون سره مخ کړی؛ هغه پیښه چی یو مثال یی همدا مجلس رییس ټاکلو پروسه وه.
په دی حساب، آیا بهتر او ښه پارلمان به ولرو؟