دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 185330
ځینی وکیلان نمایندګانو مجلس ریاست پرڅوکۍ باندی د میر رحمان رحمانی کېنستو مخه ونیوله
د نمایندګانو مجلس ځینی غړۍ نن سهار یکشنبه اجازه ورنه کړه چی میر رحمان رحمانی مجلس ریاست څوکۍ باندی کښینی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا نمایندګان وایی چی ښاغلی رحمانی تیره ورځ ونه توانیدل چی اکثریت رای ترلاسه کړی او مجلس داخلی وظایف اصول په اساس، د رییس په حیث نه دی ټاکل شوی.
هغوی د مجلس ریاست کرسی لپاره نویو ټاکنو ترسره کیدو غوښتونکې شو.
تیره ورځ ښاغلی رحمانی د ۱۲۳ رایو په ترلاسه کولو سره د مجلس موقت رییس له لوری د نمایندګانو مجلس رییس په توګه معرفی شو خو وروسته کمال ناصر اصولی، هغه رقیب او مجلس ځینی نور نمایندګان د ښاغلی رحمانی ټاکل کیدو سره مخالفت وښوده.
په دی حال کې غلام حسین ناصری د مجلس نمایندګانو څخه افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل: تیره ورځ ۲۴۴ کسه رای ورکړ چی داخلی وظایف اصول او اساسی قانون له مخې ۱۲۳ تنه کیږی.
هغه ټینګار وکړ چی اوس رحمانی رئیس دی او باید څوکۍ باندی کښینی.
 
https://avapress.net/vdcfmtdyxw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته