ددی وروسته چی ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د کابل پارلمانی ټاکنو رایی باطل اعلان کړ، ټاکنو کمیسیون دا تصمیم د قبول وړ ونه بلل او وویل چی د ټاکنیزو شکایتونو څیړنه سیاسی، احساساتی، عجولانه او بیله اسناده دی.
ټاکنو کمیسیون همدارنګه وویل چی دا نهاد خپل عادی کار ته د رایو راټولولو کې ادامه ورکوی او په راتلونکې کې به د کابل ټاکنو نتایج اعلان کړی.
ټاکنیزو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون مخکې، د کابل ولایت پارلمانی ټاکنی د پراخ تقلب او فساد له امله باطل اعلان کړی دی.
ټاکنو کمیسیون په داسی حال کې چی شکایاتو کمیسیون څیړنې نتیجه بی اساس بولی چی شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون مدعی دی د کابل رایو باطل کولو تصمیم د ۲۴ حقوقی دلیلونو او څیړنو او ارزونو وروسته نیول شوی دی.
د ټاکنو قانون په اساس، ټاکنو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون فیصله شکایاتو ته رسیدګی په برخه کې نهایی دی.
دا متقابل موضع ګیری د ټاکنو دوو کمیسیونونو له لوری، د پوهانو په باور، شکاره کوی چی ددی کمیسیونونو ترمنځ سخت جګړه روانه ده؛ هغه جګړه چی شاید د ټاکنو کمیسیون سرانو په تعبیر سره، سیاسی، احساساتی، عجولانه او اسناد نه بغیر وی؛ خو د ټاکنو نتیجی څخه راتلونکې پیامدونو څخه سترګی نه شو پټولای.
د ټاکنو قانون په اساس، ټاکنیزو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون، جرایم، تخلفات او ټاکنیزو تقلبونو ته رسیدګی خاص محکمی حکم لری او هر حکم چی په دی برخه کې صادروی، نهایی او د رد وړ نه دی.
ددی کمیسیون تصمیم مبنا هم هغه شکایتونه اون مدارک او اسناد دی چی د بیلابیلو کانالونو او رای ورکوونکو خلګو او نامزدانو ناظرانو او... څخه لاسته راوړی دی.
په دی حساب، داسی په نظر نه رسیږی چی ټاکنو کمیسیون د شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون تازه تصمیم ته ځواب، په لومړی برخه کې ساکن او د تایید وړ وی.
له بل لوری، ډیر منتقدان هم په دی باور دی چی په کابل کې میزان ۲۸ او ۲۹ نیټی ټاکنی او ډیرو نورو ولایتونو کې دومره نارسا، مدیریت نه وچ، تقلب او تخلف نه ډک وو چی ډیر خلګ، ټاکنو شکایاتو ته رسیدګی کمیسیون اخیر تصمیم موجه او معقول بولی.
همدارنګه ځینی صاحب نظران دا نکته باندی هم ټینګار کوی چی هغه وخت چی پارلمانی ټاکنې په کابل کې چی ټاکنو کمیسیون مرکزی اداری ته نږدی حوزه دی، دومره اندازه د تقلب او تخلف نه ډک وی، په نورو ولایتونو کې به د تخلف او تقلب میزان څومره وی او شاید کابل څو برابره وی؛ بناپردی د هغوی په باور، که پارلمانی ټاکنې په پلازمینه کې، باطل اعلان شی، دا مر د هیواد نورو ولایتونو ته هم صادر شی او په دی توګه، په ټولو ولایتونو کې ټاکنیز شفافیت او سلامت رامنځته شی.
خو مهم نکته داده چی ټاکنو کمیسونی مسؤولین، ددی مهم امر مخته وړلو لپاره اهلیت، صلاحیت او لازم صداقت نه لری او یو بنیادی او حقیقی اصلاحی پروسی په حیث، باید په سرعت سره خپل کار څخه لیری شی. بیله هغه، لس ځلې نور که ټاکنې باطل شی او لکه څنګه چی قانون مشخص شوی دی، نورو ۷ ورځو کې، نوی ټاکنی ترسره شی، ترڅو چی دا کسان او مهری د چارو په راس کې قرار ولری، د حقیقی او قانونمند او آزاد اوشفاف ټاکنو ترسره کولو لپآره به هیڅ تضمین شتون ونه لری.
له بل لوری، باید دا هم په نظر کې ولرو چی افغانستان، په راتلونکې پسرلۍ کې حیاتی او سرنوشت ساز پروسه ریاست جمهوری ټاکنې مخته لری او که پارلمانی ټاکنو مشروعیت، په جدی توګه، اعاده نه شی، ریاست جمهوری ټاکنو ترسره کولو ته نه شو هیله مند کیدلای.