کابل لویدیځ شریف او خاوره او وینو کې لغړلۍ خلګو حضور ته: د قربانیانو د کورنیو سره همدردی او تسلیت ترڅنګ، په ډیر صمیمیت او زړه سواندی سره ستاسو خدمت ته یو حل لاری وړاندیز کوم. زه په استخباراتی او امنیتی برخه کې لوی تجربه لرم. که ستاو خلګو شورا فیصله وکړی زه حاضر یم تاسو ته راشم او ستاسو ځوانانو ته اطلاعاتی او امنیتی برخو کې تعلیم ورکړم او هغوی خپل نوبت سره سیمو رضاکارانو ته تعلیمات ورکړی او په ترڅ کې یی سیمی امنیت تامین طرحه جوړه او عملی یی کړو. دا یو پروژه ده. نور د شکایت او نیوکو څخه ستړۍ یم. که دولتی نهادونه غوښتل چی همکاری وکړی نو کور یی ودان. دا به آخری برید هم نه وی. تیر او تکراری حل لاری خپل موثریت له لاسه ورکړی دی. هم دولت او هم خلګ باید تازه او ابتکارانه حل لاری پیدا کړی. په دا هیله چی دا به آخری برید وی او تکرار نه شی. راسی حداقل یو کار خو ترسره کړو. لطفآ!
په داسی شرایطو کې چی هزاره قومی رهبران په درماندګی سره خپل خلګو فاجعه باره قتل تماشاچیان دی او عملآ عجز او ناتوانی اعلان کوی او یا تروریستانو او تکفیریانو داخلی او خارجی پیاوړو ملاتړ کوونکو باندی سترګی پټې کړي او چوپتیا غوره کړی دی، نوبت و امرالله صالح ته رسیږی چی د مور څخه مهربان تره نقش ولوبوی او ددی فلک وهلی خلګو مرستې لپاره امنیتی نسخه وړاندی کړی.
په دی منځ کې، د کارپوهانو په باور، ددی څخه صرف نظر چی ښاغلی صالح امنیتی طرحه د کابل لویدیځ شیعیانو لپاره په حقیقت کې یو احساسی او وطندوستی لپاره وی او یا هم یو تبلیغاتی بڼه ولری، ښاغلی صالح هم د هغه کس په حیث چی هغه په وینا استخباراتی او امنیتی لوی تجربه لری، ددی وضعیت په وړاندی مسؤول دی.
د ښاغلی صالح په وخت کې چی نه داعش تون درلود او نه هم فرقه ای جنګ څخه کوم خبر وو، په هغه وخت کې امنیتی دستګاه او دولت چی یو مهم برخه یی امرالله صالح له لوری اداره کیده، شیعیانو ته امنیتی او بدبینانه نظر درلود.
همدا نظر ددی لامل شو چی حتی ددی وروسته چی امرالله صال په یو قومی تصفیه کې، د کرزی له لوری ملی امنیت ریاست سمت څخه لیری کړل شو، په هغه بحث منځته راوړونکې مقاله کې چی بی بی سی کې خپره کړ، ټوله شیعیان او هزاره ګان په یوه لرګی ووهله او هغوی د ایران مزدور او جاسوس وبلل!
که څه هم د افغانستان خلګو پراخ غبرګون وروسته، هغه مجبور شو چی خپل خبری څخه صرف نظر وکړی او انګلیسی بی بی سی په استعماری تفرقه منځته راوړنې باندی تورن کړی او په دی توګه، د تفرقه منځته راوړنې توپ و بی بی سی ځمکې ته واچوی؛ خو حقیقت دادی چی همدا خصمانه او مسموم نظر دی چی نن د افغانستان شیعیانو څخه، قربانی اخلی؛ داچی امنیتی دستګاوی او دولت، ددی پرځای چی داعش او تروریزم سره جنګ ته لاړ شی، هغوی قربانیانو ته خصمانه نظر لری.
د ښاغلی صالح امنیتی طرحه د کابل لویدیځ امنیت لپاره بیشکه یو فیسبوکې موج په حیث به پاته شی او هیڅ وخت به عملیاتی نه شی؛ خو د هغه مسموم خبری د شیعیانو او هزاره وو میهنی او ملی وفاعدی او تعهد په اړه به هیڅ وخت د خلګو له یاده ونه ووځی. داعش هم همدا مسموم او خصومت آمیزه نظر له امله دی چی شیعه بی دفاع غیری نظامیانو څخه قربانی اخلی او هر اونۍ په کابل کې د وینی حمام جاری کوی.
له بل لوری، کوم سلیم عقل حکم کوی چی امنیتی طرحه د پلازمینی په ځینی برخو کې د دولت مستقیم همکاری نه بغیر عملیاتی شی؟ ښاغلی صالح طرحه هم د همدی پوښتنې سره مخ دی او بیله شکه دا امنیتی مسؤولین دی چی په دی اړه، تصمیم ونیسی او عمل وکړی نه امرالله صالح په شان کسان چی حتی ونه توانیدل د رستاخیز تغییر په نامه یو مدنی اعتراضی غورځنګ امنیت تامین کړی او یا هغوی باندی مستقیم ډزو عواملو ته مجازات ورکړی.