د امریکا دفاع وزارت اعلان کړي چی ۳۰۰ میلیون ډالر مرستې د پاکستان ځواکونو سره قطع کړي او قصد لری دا پیسی په نورو ځایونو کې چی ډیر اړتیا ورته شته مصرف کړی. ددی تصمیم علت د پاکستان څخه د واشنګتن نارضایتی د تروریستی ډلو څخه په مبارزه کې ښودل شوی دی.
دونالد ترامپ مخکې د نوی میلادی کال په پیغام کې پاکستان د امریکا په تیر ایستلو باندی تورن کړي او ویلی وو چی اسلام آباد په میلیاردونو دالر د امریکا څخه ترلاسه کوی؛ خو امریکا غوښتنو ته کوم توجه نه لری.
د ۳۰۰ میلیونو ډالرو قطع کیدو تصمیم باید د امریکا کنګری نهایی تصویب ته ورسیږی.
دا په داسی حال کې دی چی څو ورځې وروسته مایک پمپئو؛ د امریکا خارجه وزیر پاکستان ته په سفر کې د عمران خان؛ د پاکستان نوی لومړۍ وزیر سره لیدنه کوی.
پاکستان د امریکا ۳۰۰ میلیونو ډالرو مرستو قطع کیدنه په داسی حال کې صورت نیسی چی پاکستان په تازګی سره د یو سیاسی خانه تکانی شاهد وو.
عمران خان، وتوانیدل چی د پارلمان اکثرو کرسیو په ترلاسه کولو سره د هغه هیواد لومړۍ وزیر په حیث وټاکل شی.
دا پاکستانی پوپولیست سیاستمدار، پاکستان خلګو ته ډیر ټاکنیز وعده ورکړي او همدارنګه د امریکا څخه د پاکستان سهم نادیده نیولو له امله نیوکه کړی دی.
که څه هم په پاکستان کې یو لړ بدلونونه راغلل خو امریکا دولت د ترامپ په مشری همدارنګه خپلو فشارونو ته پر پاکستان باندی ادامه ورکوی ترڅو عمران خان دولت افغانستان کې امریکا راهبردی غوښتونو ته تسلیمیدو ته مجبور کړی.
د مایک پمپئو سفر هم همدی مقصد لپاره پاکستان ترسره کیږی ترڅو هغه په آسانی سره وکولای شی عمران خان دولت د خپلو غوښتنو قبلولو لپاره مجبور کړی.
دا چی پاکستان نوی دولت ترکوم حد پوری ددی فشارونو لاندی ځی، هغه موضوع دی چی ددی فشارونو په وړاندی د اسلام آباد غبرګونونو څرنګوالی پوری اړه لری.
خو په دی منځ کې، د ترامپ او عمران خان؛ دوه عوام ګرا او پوپولیست حاکمانو په منځ کې دا افغانستان راتلونکې دی چی نور هم د ابهام سره مخ کیږی.
ناهیله کوونکې نقطه داده چی کابل په دی برخه کې، هیڅ نقش او سهم نه لری؛ ځکه نه واشنګتن په دی برخه کې افغانستان خارجی سیاست دستګاه ته مستقل هویت ته اړتیا وینی او نه هم اسلام آباد حاضر دی ترڅو کابل د واشنګتن څخه یو بیل مستقل سیاسی واحد په نظر کې ونیسی.
په ظاهر کې افغانستان کوم چاره نه لری بیله دی چی د اسلام آباد او واشنګتن ترمنځ جاری لوبو راتلونکې نتیجی ته په صبر وی؛ که څه هم دا صبر د افغانستان په ګټه نه شی تمامیدلای؛ خو امریکا پاکستان سره په تنشونو کې، هیڅ وخت حاضر نه وو او نه دی چی افغانستان امنیتی او سیاسی برخلیک کې د هغه هیواد په پوره توګه نادیده ونیسی.
پاکستان هر وخت د امریکا لپاره لومړیتوب درلودلي دی او دا لومړیتوب، په دومره اندازی سره بنیادی او پرنګه دی چی حتی د کابل استراتژیک او امنیتی اندیښنو او لومړیتوبونو قربانی کیدو باندی تمام شوی دی.