د افغانستان ژغورنی لپاره د ائتلاف رهبر، د نظام الدین قیصاری؛ جنرال دوستم ته نږدی قوماندانانو څخه، نیول کیدو په وړاندی دا کار یو عقده مندانه او تحریک آمیزه بللی او خبرداری ورکړی چی هغه بیرته نه آزادیدو له امله رامنځته کیدونکې پیښی د حکومت په غاړه دی.
دا سیاسی ائتلاف چی عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور او محمد محقق، د مشرانو څخه یی دی، اعلان کړی دی چی د نظامی او سیاسی شخصیتونو په وړاندی توطئه او دسیسه جوړونې د هیواد په اوسنۍ حساسو شرایطو کې بیله خرابی او وضعیت خرابیدو بل ګټه نه لری.
هغوی ویلی چی حکومت څخه غواړو چی هرڅه ژیر د نظام الدین قیصاری برخلیک روشانه شی او هغه دی آزاد شی، بیله هغه به موږ به خپل نفوذ په مرسته په ولایتونو کې مدنی لاریونونه رامنځته کړو او راتلونکې ټاکنې به د مشکلاتو سره مخ کړو.
افغانستان مسایلو کارپوهان وایی چی د یو نظامی مقتدر قوماندی نیول کیدنه چی د خلګو او سیاسی ځواب پیاوړۍ ملاتړ څخه برخمن دی، په اوسنې شرایطو کې، داسی اقدام نه دی چی په آسانی سره ورڅخه سترګی پټی شی.
د افغانستان شمال، په تیره میاشت کې د سختو سیاسی او امنیتی پیښو شهد دی. د جنرال دوستم تبعید څخه نیولی د داعش حیرانوونکې نفوذ او همدارنګه د طالبانو د فعالیتونو ډیریدو پوری په هغه ولایتونو کې.
د بلخ والی برکناره کیدو بحران او جانبی پیامدونه هم د نورو خبرو څخه دی چی ددی مسایلو ترڅنګ، په شمال کې سیاست او امنیت د امنیتی او سیاسی ناظرانو توجه محور لاندی قرار ورکوی.
پوهان وایی چی د جنرال دوستم تبعید، عطامحمد نور برکناره کیدنه او نظام الدین قیصاری په شان قوماندانانو نیول کیدنه ددی شکاره کوونکې دی چی د مرکزی دولت لپاره د افغانستان په شمال کې څومره چی ددی رهبرانو او پر قدرته مشرانو مهار مهم او ارزښت لری، په حساس او استراتژیک سیمو کې د تروریزم پراختیا او نفوذ ارزښت نه لری.
همدا کار د ډیرو څیړونکو لپاره دا پوښتنه رامنځته کوی چی آیا دولت او یا ځینی ارګانونه یی د هیواد ناامنیو ترشا قرار لری؟
که څه هم دولت هیڅ وخت دا پوښتنې ته په شفاف توګه ځواب نه دی ورکړی او له بل لوری، د تروریزم پراختیا د جنوب څخه و شمال ته هم ورځ په ورځ ډیریږی؛ او د طالبانو ضد قوماندانانو نیول کیدنه چی دولت منتقد جهادی جریانونو پوری اړه لری، دا ابهام رامنځته کړی چی ولی ریاست جمهوری او امنیتی سیاست ګذاره دستګاه، د داعش او تروریزم او طالبانو خطر په شمال کې کم بولی او جهادی مشرانو احتمالی خطر د هیواد په دی برخه کې ډیره بولی؟
ځینی پوهان د مرکزی قدرت او افغانستان شمال ټولنیز او سیاسی بافت ترمنځ قومی ریشه دار مشکلات ددی تاریخی مخامخ کیدنې عامل بولی او ټینګار کوی چی ارګ ماڼۍ، خپل قومی سیاستونو په لړ کې، یواځی یو خنډ وینی او هغه د افغانستان په شمال کې د مجاهدینو قدرت پایګاوی دی.
ددی ناظرانو په باور، دا تګلاره د لسو کالو راهیسی د افغانستان ارګ قدرت باندی سیوری اچولی او همدا دلیل دی چی تراوسه په افغانستان کې قومیت او سیاست بازیګرانو څخه ټاکلی برخه د حبیب الله کلکامنی په ریاست سره مرکزی قدرت باندی مسلط قومی مهرو سلسله ته متفاوت مهره په حیث، نه شی کولای یوځای راشی او ورته د یاغی په شان د مرکزی حکومت په وړاندی ګوری.
همدا نظر د برهان الدین ربانی ریاست جمهوری په اړه هم شتون لری.
سربیره پردی، د ارګ ماڼۍ سره هملاری سیاسی ناظران د جنرال دوستم تبعید، عطامحمد نور برکناره کیدنې او قیصاری نیول کیدو په وړاندی خپل خاص استدلالونه لری.
په دی منځ کې، هغه څه چی اوس شتون لری دادی چی دا اقدامات، نه شی کولای د افغانستان په شمال کې د امنیت او سیاست لپاره مطلوب راتلونکې ضامن وی، هغه هم پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په وخت کې.