دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۲
د مطلب کود : 162953
مړه کیدنه د هیڅ لپاره!

 
دکتر فرامرز تمنا، د خارجه وزارت استراتژیک مطالعاتو مرکز مشر او پوهنتون استاد
 
پر خبرنګارانو باندی برید په کابل کې، زړه مې ډیر وزوروله... د زړه له درده ژړا راله. بالخصوص داچی ډیر یی په اخیرو کلونو کې زما سره مصاحبه کړی وو او ډیر مدبر او فعال شخصیتونه وو او البته هغوی خندان څیرې می د یاده نه وځې. رسولی او توخی او درانی او... ددی مرز او بوم سرمایو او ښو مستعد ځوانانو څخه وو. په ډیرو لږو اقتصادی امکاناتو سره په همدی وطن کې رشد کړی وو او ځان لپاره داسی کسان جوړ شوی وو او خبرنګارانو په ټولنو کې خپل ځای پیدا کړي درلود... دشمن هغوی زموږ څخه واخیست... د څه لپاره، د چا لپاره؟
که د هغوی شهیدیدنه ددی لپاره توجیه کړو چی هغوی د دموکراسی لپاره شهید شو، د دوو اخیرو لسیزو تجربه وښوده چی افغانی دموکراسی د څو پیسو سره مینه لرونکو لپاره پروژی نه بغیر بل څه نه ده چی مدنی ټولنې په نقاب کې دی.
که داسی فکر وکړو چی هغوی د ښځو حقوقو څخه دفاع لپاره شهید شوی وو، باید ووایو چی لیدلی څنګه په دی اخیرو کلونو کې، ځینی ښځې د ښځو حقوقو څخه خپل ځانته دوکانونه جوړ کړي او پروژه اخیستی دی او په سیستماتیک توګه خپل نسل باندی ظلم کوی.
که زړه په دی تسلی کړو چی هغوی د هیواد آزادی په لاره کې شهید شو، باید ووایم چی د هیواد ډیر لوی خاینین او وطن خرڅوونکې د دولت دننه دی او زره موترونو سره او مقام څخه په ګټه اخیستنی سره د امنیتی ځواکونو ساتنې لاندی په ښارونو کې ګرځی.
که فکر کوو چی هغوی د دین او دینی ارزښتونو په لاره کې شهید شوی دی، باید ووایم چی هغه ضربه چی ځینی ملایان او مسجد کښیناستونکې دین ته وهلی، د هغه ضربه څخه لوی دی چی یو یهودی فاشیست غوښته اسلام ته ووهی.
هیتلر یو ورځ ویلی وو چی د وطن آزادی لپاره یواځې لس مرمی په کار دی، نه مرمی یی د داخلی خاینینو لپاره وساتي، یو دشمن لپاره کافی دی.
که ټول اوسیدونکې هیواد کې د داخلی خاینینو او مفسدینو د افشا لپاره ووژل شی، ارزښت لری. د دولت په دستګاه کې باید په ژوره توګه خانه تکانی وشی. هغه خاینین چی په دولت کې لاس لری او ملت لوری ته ظاهری خندا لری خو زړه او قدم یی د طالب او داعش سره دی باید وپیژندل شی او محاکمه شی، که نه ټوله د هیڅ لپاره په دی هیواد کې ووژل شی. شاید سبا به زموږ او تاسو نوبت وی.
 
 
https://avapress.com/vdcbs5b8frhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته