هیواد امنیتی چارواکی د هیوادوالو څخه غواړی چی د ملی شورا او ولسوالیو شورا ټاکنو کې په پراخ توګه ګډون وکړی.
د داخله چارو وزیر او ملی امنیت عمومی مشر کندهار ته خپل سفر کې د امنیتی وضعیت څیړنې لپاره، هیواد اوسیدونکو ته باور ورکړ چی ټاکنو ورځو کې، د ټاکنیز مرکزونو امنیت تامینوی.
هغوی زیاته کړه چی د هیواد اوسیدونکې بیله کوم بیری د رای صندوقونو ته ولاړ شی.
ویس احمد برمک؛ د داخله چارو وزیر، وویل: پولیس دنده لری ترڅو ددی مرکزونو امنیت د ټاکنو په وخت کې تامین کړی. موږ د خلګو لپاره اطمینان ورکوو چی بیله کوم بیری رای مرکزونو ته ولاړ شی او ثبت نام وکړی.
معصوم ستانکزی؛ د ملی امنیت مشر هم وویل چی زه د افغانستان اوسیدونکو څخه غواړم چی هغه کسان چی تذکری نه لری، ولاړ شی او تذکره دی واخلی؛ ځکه دا یو ښه فرصت دی د تذکره لاسته راوړلو لپاره. باید پوه شو چی د ټاکنو سربیره، د پاسپورت، هیواد څخه بهر تللو او هم ژوند نورو برخو کې په درد خوری.
دا غوښتنې په داسی شرایطو کې مطرح کیږی چی د ځینو خلګو په باور، د راتلونکو پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنو په وړاندی اصلی خنډ امنیت بولی.
په دی منځ کې، ځینی پوهان هم په دی باور دی چی د داخلی امنیتی او سیاسی چارواکو او همدارنګه خرجی چارواکو اطمینان ورکولو سربیره، د راتلونکې ټاکنو امنیت تامین په برخه کې، خو اوس هم د امنیت ګواښ، د ټاکنو په وړاندی اصلی خنډونو څخه دی.
په همدی دلیل، تراوسه هیڅ باور شتون نه لری چی په راتلونکې ټاکنو کې د خلګو مشارکت سطحه، د انتظار تر حده پوری وی او دا همغه څه ده چی کولای شی د افغانستان ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندی راوړی.
په دی حال کې، دا یواځنۍ مشکل نه دی.
ډیر کارپوهان په دی باور دی چی په تیرو کلونو کې امنیتی وضعیت هم ډیر د قبول وړ نه وو چی خلګ په اساس یی، وکړای شوای په آرامه زړه د رای صندوقونو ته تللی وای؛ خو دا موضوع، ناامنی د خلګو د ګډون پر میزان باندی دومره اغیزه ونه کړ او خلګ د امنیتی ګواښونو سره سره او حتی د ځان په قیمت په ټاکنو کې ګډون وکړ او هیواد راتلونکې سیاسی راتلونکې ښه کیدو لپاره او همدارنګه نظام سره خپل وفاداری وښود.
دا په دی معنی وو چی خلګ تراوسه د نظام څخه هیله مند دی او د کمیو او وعده خلافیو او همدارنګه ناکارآمدیو سربیره، همداسی هیله مند دی چی وضعیت به بدلون وکړی او اصلاحات راشی.
د ۹۳ کال ریاست جمهوری ټاکنو کې ټوله دا هیلي له منځه ولاړه؛ :ه خلګ په عمل کې ولیده چی رای او ګډون د هغوی دا نه حسابیږی او په آخر کې د امریکایانو طرحه شوی تصمیم پر خلګو باندی تحمیل کیږی او جان کری تصمیم د افغانستان د خلګو رای ځای نیسی.
دا تریخ تجربه ددی سبب شو چی خلګ عملآ د دموکراسی څخه ناهیله او په وړاندی یی بدبینه شی.
په پارلمانې ټاکنو کې هم نور عوامل شتون لری چی خلګ یی د ټاکنو په وړاندی ناهیله دی او دا ټوله د ملی شورا وکیلانو له امله دی چی د تیرو دورو راهیسی، هغه کسان چی قاچاق او شراب او مخدره توکو او تجارت او فساد او قوم پرستی څخه تر د دندی څخه ناوړه ګټه اخیستنې او مسؤولیتونو څخه تښتیدنو پوری تورن دی.
په دی حساب، هیڅ هیله په راتلونکې ټاکنو کې د خلګو ګډون لپاره نشته او دا هغه څه دی چی په کښته میزان او ناهیله کوونکې توګه د خلګو څخه د دری تیرو ورځو رای ورکولو لپاره ثبت نام کې هم شکاره وو او دی.
په دی توګه، د ناامنی څخه لوی مشکل راتلونکې ټاکنې ګواښوی او هغه د خلګو نه ګډون دی.