د سوریه دری اړخیزه ناسته د روسیه ولسمشر ولادیمیر پوتین، ترکیه ولسمشر رجب طیب اردوغان او حسن روحانی ایران ولسمشر په ګډون په آنکارا کې چی ترکیه مرکز دی، رامنځته شو او قرار دی چی بل ناسته په تهران کې صورت ونیسی.
د سوریه په داخلی جنګ کې، روسیه او ایران د بشار اسد؛ ددی هیواد ولسمشر طرفدار او ملاتړ کوونکې دی، په داسی حال کې چی ترکیه د ځینو مخالفو ډلو څخه ملاتړ کوی. سربیره پردی، د روسیه او ترکیه رهبرانو لیدنو وروسته په تیر میلادی کال کې، دواړه لوری د سوریه داخلی جنګ پای ته رسولو لپاره یو دبل سره په توافق ورسید. ددی توافق په لړ کې، د ایران څخه هم د مرستۍ لپاره غوښتنه وشوه.
د دړو هیوادونو په ابتکار سره د سوریه داخلی جنګ کې داخل لورو په ګډون، د قزاقستان په پلازمینه آستانه کې ناسته رامنځته شوه. د آنکارا ناستې اصلی مقصد د آستانه پروسی مذاکراتو پرختیا څیړنه ښودل شوی دی.
قرار دی په دی ناسته کې د سوریه ارضی تمامیت او استقلال پرسر خبری وشی او د جنګ پای ته رسولو لپاره نوی تدابیر ونیول شی.
دا ناسته په داسی حال کې رامنځته کیږی چی ترکیه د ناکام نظامی کودتا وروسته، ډیر ځلی غرب کودتا ته مناسب غبرګون نه ښودلو لپاره سرزنش کړی دی.
له بل لوری، د ترکیه دولت ارشد چارواکې ډیر ځلی په تلویح او تصریح سره، امریکا نظامی کودتا په ملاتړ تورن کړی او په دی برخه کې، کودتا څخه ملاتړ او طرحای لپاره اینجرلیک پایګاه کې مستقر امریکایی ارشد جنرال باندی تور وارد کړی دی.
د ترکیه محکمی وزیر ډیر ځلی امریکا ته په دی برخه کې خبرداری ورکړی چی امریکایی ضد احساسات په ترکیه کې د کودتا وروسته خپل لوړ سطحې ته رسیدلی او که امریکا د فتح الله ګولن استرداد څخه امتناع وکړی، دا احساسات په نفرت باندی بدلیږی او د دواړو هیوادونو پر اړیکو باندی به بده اغیزه ولری.
اردوغان؛ د روسیه ولسمشر هم یوځل د اروپا او امریکا بشری حقوقو غبرګونونو په وړاندی ځواب کې ویلی چی تاسو خپل کار کوی!
په دی حساب سره، ترکیه دولت مصمم دی ترڅو استراتژیک شراکت لپاره نویو لارو پسی ولاړ سی.
رجب طیب اردوغان؛ د ترکیه ولسمشر د نظامی ناکام کودتا وروسته، په یوغیری منتظره اقدام کې، روسیه خپل خارجی سفر لمړۍ مقصد په حیث د کودتا وروسته وټاکه او په لړکې یی، آنکارا د محمد جواد ظریف؛ ایران خارجه چارو وزیر کوربه وو.
دا ټوله ددی شکاره کوونکې وو چی ترکیه غواړی چی خپل سیمه ایز شرکاوو کې بدلون راولی او د روسیه او ایران او ترکیه ترمنځ ناستې وروسته دا پروسه به سرعت پیدا کړی.
که څه هم تراوسه معلومه نه ده چی ترکیه به ترکومه ځایه پوری حاضر وی خپل خارجی سیاست ته د سیمه ایزو مهم بدلونونو بالخصوصو سوریه بحران په وړاندی، بدل او تعدیل کړی.
ترکیه په سوریه کې د تروریستی او تکفیری ډلو څخه په شدت سره ملاتړ کوی چی سوریه ملی دولت له منځه وړلو په هڅه کې دی.
دا هیواد همدارنګه همدا اوس د سوریه کردانو سره مستقیم جنګ کې ښکیل دی او تراوسه په دی برخه کې ډیر لګښت ورکړی دی او په سوریه کې جاری وضعیت ته په کتو سره، تراوسه هم ظاهرا دا سیاست ته ادامه ورکوی؛ هغه موضوع چی د څیړونکو په نظر، د روسیه او ایران په شان شرقی قدرتونو سره د ترکیه الحاق او ادغام په وړاندی لوی خنډ په حساب راځې.
د ترکیه او غرب ترمنځ رامنځته شوی بی اعتمادی ته په توجه سره د کودتا وروسته په ترکیه کې، داسی په نظر نه رسیږی چی د ترکیه او غرب استراتژیک شراکت راتلونکې روشانه وی.