د عطامحمد نور او حکومت ترمنځ سیاسی مشکلاتو په لړ کی ددی وروسته چی عطامحمد نور د حکومت له لوری د والیتوب دندی څخه ګوښه سو، محمد اسماعیل خان او امرالله صالح؛ د جمعیت ګوند مشرانو څخه، بیل بیل غبرګونونه شکاره کړل.
امرالله صالح، د ښاغلی عبدالله مواضعو څخه ملاتړ وکړ. هغه په یو اعلامیه کی د ( روند سبز ) د رسمی موضع توضیح لپاره، د ښاغلی نور اظهاراتو څخه د ( وتلو ) په حیث د ښاغلی عبدالله ملاتړو څخه یاد کړی او زیاته کړی چی دا کار د اجرائی رئیس مقام مشروعیت ته هیڅ ډول زیان نه سی رسولای. ادیب فهیم؛ د مارشال فهیم زوی هم د ښاغلی عبدالله څخه ملاتړ وکړ.
محمد اسماعیل خان؛ د اسلامی جمعیت د نورو مشرانو څخه دی چی هیله ښودلی دی چی ښاغلی غنی به د ښاغلی نور د برکناره کیدو څخه ډډه وکړی ترڅو د هغه په وینا، د نورو اقداماتو فکر هم د نورو کسانو په ذهنونو کی پیدا نه سی. اسماعیل خان د ښاغلی نور استعفا قبلولو څخه د ( پاکولو ) په حیث یادونه وکړه او نتیجه په اړه یی اخطار ورکړ.
کارپوهان وایی چی د اسلامی جمعیت ګوند مشرانو بیلابیل موضع ګیری د عطامحمد نور برکناره کیدو په اړوند، شکاره کوی چی دا پیښه، ډیر ژور او جدی بی اتفاقی ددی ګوند مشرانو ترمنځ رمنځته کړی دی.
دا په داسی حال کی دی چی مخکی اسلامی جمعیت ګوند په رسمی موضع کی، د ارګ ماڼۍ تصمیم د عطامحمد نور په وړاندی غیری مسؤولانه بللی او د ښاغلی نور څخه ملاتړ ترڅنګ، د هغه برکناره کیدنه رد کړی وو.
په دی سره، ددی موضع ګیری په لړ کی، ددی ګوند ځینی غړۍ د ( شورای انسجام جمعیت اسلامی ) تر نامه لاندی د اشرف غنی سره په ارګ ماڼۍ کی لیدنه کړی او د هغه تصمیم څخه ښه راغلاست وکړ.
عطامحمد نور؛ د بلخ والی ددی لیدنې زمینه جوړونه و ښاغلی عبدالله عبدالله ته نسبت ورکړه او هغه په خیانت باندی تورن کړ او اخطار ورکړ چی غاښونه به ورماته کړی.
په دی منځ کی، ریاست جمهوری ماڼۍ د اسلامی جمعیت ګوند مشرانو او غړیو حرکتونو نظاره ګره ده؛ ځکه دا کار همغه څه ده چی د ارګ ماڼۍ قومی حلقه پیاوړۍ کوی او له بل لوری په نورو برخو کی هم ارګ ماڼۍ ته د خپل سلطی اعمال امکان ورکوی.
دا چی په نتیجه کی د اسلامی جمعیت ګوند مشرانو ترمنځ رامنځته سوی مشکلات تر کوم ځای پوری رسیږی، عطامحمد نور د خپل دندی څخه د بلخ والی په حیث کناره ګیری وکړی که نه او د هغه تلل به کوم لګښتونه پر دولت او اسلامی جمعیت باندی وارد کړی، اساسی او مهم پوښتنې دی چی ځواب یی ډیر ژیر مشخص کیږی؛ خو هغه څه چی اوس شتون لری د اسلامی جمعیت ګوند سیاسی راتلونکی ته یو مثبت او هیله منده څیز نه بلل کیږی.
دا مشکلات او اختلافات کولای سی چی د افغانستان یو مقتدر سیاسی جریان د درانده مشکلاتو سره مخ کړی او دا په داسی شرایطو کی چی افغانستان، په راتلونکو کلونو کی، راهبردی او برخلیک ټاکونکی پروسی شاهد به وی، د اسلامی جمعیت ګوند لپاره به یو ښه څیز نه وی.
که جاری اختلافات د اسلامی جمعیت ګوند انشعاب او بیلیدو لامل سی، نور د افغانستان په سیاست کی به ددی ګوند څخه د قدرت اړوند اغیز لپاره به هیڅ هیله نه وی.
دا په داسی حال کی دی چی اسلامی جمعیت ګوند، د ۲۰۰۱ کال بن ناستو بدلونونو څخه تراوسه پوری، هر وخت د حکومت او دولتی قدرت اصلی تشکیلوونکو څخه په افغانستان کی وو او دا قدرت یی هم په ۹۳ کال ریاست جمهوری ټاکنو کی نمایش ته کښیښوده.
خو ددی ګوند مشران په دی وختونو کی سخت اختلافاتو سره مخ سوی دی؛ هغه اختلافات چی د دولت دننه او دباندی لکه ، په ارګ کی قدرت مرکزی کانون باندی مسل قومی حلقه او هم ګلبدین حکمتیار اسلامی ګوند او حتی طالبانو په ګټه به وی.