دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۲۶
د مطلب کود : 151932
د ( خودی دفاع وزارت ) رامنځته کونه د هیواد امنیتی وضعیت لپاره یو حل لاره

 

 

په اوسنۍ جنګ کی کامیابه کیدل، پالیسی بدلونونو ته اړتیا لری. مسلم دی چی جنګونو په ذات کی لوی او اوږد مهاله دی. هغه شورشیان چی د مرکزی حکومت به وړاندی جنګونه او نامنظم توب منځته راوړی ترڅو چی د ولایاتو لوری ته لوی اداری واحدونو نیولوقدرت پیدا نه کړی، د پایتخت او مرکز نیولو باندی به ونه توانیږی.

د جنګ او نامنظم توب شروع د مرکزی حکومت ضعیف مواضعو باندی برید سره شروع کیږی. شورشیان په لمړۍ قدم کی د کلیو محافظتی پوستی له منځه وړی ترڅو د کلیو خلګو په منځ کی ژوند وکړی. وروسته، ولسوالیو او کلیو ترمنځ لاری خپل کنترول لاندی راولی ترڅو اداری واحد او کلۍ اړیکه پری سی. په همدی حال کی هڅه کوی چی د ولسوالیو او ولایتونو اړیکی سره پری سی. ولسوالی محاصره کوی ترڅو ځمکنۍ لاری قطع سی، ولسوالی د سختو بریدونو او حاصری له امله تسلیمیږی او یا هم کارکوونکی یی تیښته کوی. همدا پلان ولایاتو په وړاندی هم عملی کوی؛ پر ولایاتو باندی تعرض چی استراتژیک تعرض مرحله هم ورته وایی، د مرکزی حکومتونو په وړاندی د ګوریلایی جنګونو آخری مرحلی دی.

شورشیان که د ولایاتو په نیولو باندی بریالی سی، مرکز تر محاصری لاندی راځی او د مرکز سره د اړیکو پری کیدو سره د سقوط زمینه برابریږی. د ټولو شورشی فعالیتونو په جریان کی، مرکزی حکومت باید شورشیانو ته اجازه ورنه کړی ترڅو پر قصباتو او کلیو باندی مسلط سی او ځان لپاره پایګاوی جوړ کړی او یا هم د ولسوالیو او کلیو ترمنځ سړکونه ونیسی او وروسته ولسوالی محاصره کړی او وروسته هم ولایات. مرکزی حکومت باید شورشیانو ته دا توان ورنه کړی ترڅو جنګی نظره استراتژیک تعرض مرحلی ته یعنی ولایتونو نیولو مرحلی ته ورسیږی. د حکومت پالیسی، د شورشیانو د منځه وړنی لپاره، معمولآ د منظم عسکری قتونو اعزام سره صورت نیسی. دا پالیسی، د شورشګری جنګونو په شروع کی کیدلای سی کامیابه وی؛ خو هغه وخت چی شورشیان خپل نفوذ ته پراختیا ورکړی او ډیرو کلیو او ولسوالیو باندی مسلط سی، هغه وخت مرکز څخه ځواک استول ګټور نه تمامیږی؛ ځکه چی نظامی ځواکونه نه سی کولای په کلیو او ولسوالیو کی جنګ ته ادامه ورکوی. بیلابیو سیمو ته د اردو او ځواکونو اعزام د جنګ لپاره، د لوژیستیکی خط اوږدیدو لامل ګرځی، په امنیتی ځواکونو کی خسته ګی منځته راوړی او پر امنیتی ځواکونو باندی حد نه ډیر زیان اړوی.

په اوسنۍ وضعیت کی، طالبان استراتژیک تعرض مرحله کی قرار لری او زموږ نظامی قوتونه د دفاع په حالت کی قرار لری. د هر ورځی په تیریدو سره، زموږ ځواکونه خسته او زوړ کیږی. دا پراختیایی جنګونو خاصیت دی چی عسکری منظم ځواکونه خسته کوی. زموږ ځینی قطعات په یو میاشت کی څو ولایتونو ته سفر کوی. ددی قطعاتو بی وقفی مبارزه، د مانده ګی او بی روحیه کیدو او ډیرو تلفاتو لامل ګرځی؛ لکه څنګه چی په تیرو دریو کلونو کی، زموږ اردو او پولیس ډیر تلفات د تروریستانو په وړاندی لیدلی دی او اوس هم کوم سمی نتیجی ته نه دی رسیدلی.

زموږ امنیتی ځواکونو لوی لاسته راوړنه د ولسوالیو موقت آزادیدنه وه. زموږ امنیتی ځواکونو تسلط یواځی ولسوالیو مراکزو او ولسوالیو ساختمانونو باندی و. په داسی حال کی چی حکومتداری او حاکمیت باندی مربوط موضوعات د طالبانو له لوری اعمالیږی، حکومت په هغه ولسوالیو کی یواځی سیاسی سمبولیک حضور لری؛ په داسی حال کی چی د مالیاتو راټولونه، قدرت اعمال او حکومتداری د طالبانو له لوری ترسره کیږی.

له همدی لپاره جنګی جاری پالیسی ادامه بیله دی چی د طالبانو پیاوړی کیدو سبب سی نور ګټه نه لری.

حکومت باید خپل جنګی پالیسی کی بدلونونه راولی.

چنګ غیری متمرکز او سیمه ایز کړو؛ د کلی خلګ باید د کلی دفاع مسئولیت او ولسوالیو باندی ختمیدونکو لارو امنیت تامین په غاړه واخلی. دا کار سیاسی او نظامی تشکیلاتو رامنځته کونی ته اړتیا لری.

ولسوالیو شوراګانی د هر کلۍ څخه چی ژور شناخت له امله، کولای سی د کلیو په سطحه ښه امنیتی مسئولیت ترسره کړی؛ ځکه چی زموږ هیواد کی د ۳۵۰۰۰ څخه ډیر کلی او ۳۶۵ ولسوالی شتون لری.

نو ددی اداری واحدونو او کلیو ترتیب او منظم توب د سیاسی او نظامی تشکیلاتو له نظره د دفاع وزارت او امنیتی نهادونو توان څخه وتلی دی. نو د همدی لپاره د (خودی دفاع وزارت) رامنځته کونی اړتیا لیدل کیږی چی مسوولیت یی یواځی ددی ډولو تشکیلاتو رامنځته کونه وی او ددی کار لپاره، د خلګو توان او قدرت څخه د کلیو او ولسوالیو ترمنځ لارو څخه دفاع لپاره کار واخیستل سی.

خودی دفاع وزارت د ولسوالیو شورا ګانو همکاری سره کولای سی په کلیو کی سیاسی نفوذ وکړی او د ځوانانو او روحانیونو او سپین ږیرو څخه جوړ سیاسی هستی سازماندهی کړی. دا سیاسی هستی باید تبلیغاتی پروګرام د تروریستانو او خارجی ملاتړ کوونکو په وړاندی ولری او ملی ګرایی او وطن دوستی احساسات د خلګو په منځ کی پیاوړی کړی. په عینی وخت کی کلی خلګ د ذهنی او دینی مسوولیتونو له نظره، د تروریستانو په وړاندی مبارزی ته آماده کړی.

په دی ترتیب سره کولای سو چی تروریستانو مخه ونیسو چی خپل مشروعیت پر خلګو باندی په زوره ومنی. هغه وخت چی ولسوالی امنیت پيدا کړ، ولایات هم مصون پاتیږی. په دی وخت کی لوی اردو لشکرکشیو ته اړتیا نه لیدل کیږی. احیانآ که په یو کلی کی خلګ خپل کلی څخه د طالبانو په وړاندی دفاع ونه کړای سیؤ یو کماندویی قطعه او قوت ته اړتیا پیدا کیږی نه پر مصرف او اوږد اردو کاروانونو ته. په دی ترتیب، د همدی لپآره د خلګو داخلول د قصباتو او ولسوالیو د امنیت ساتلو لپاره، یو اصل دی.

دا کار د جنګ غیری متمرکز سازی یا سیمه ایز کولو ته اړتیا لری.

ډیر ډلی چی په اوسنۍ وخت کی سیمه ایز ملیشه ګانو ترنامه لاندی کار کوی، باید خودی دفاع وزارت په چوکات کی تنظیم سی او او خاص یونیفورم درلودونکی سی. دا ملیشه ګان به د وخت په تیریدو سره یو منظم نظامی ډلی باندی به بدل سی چی هم خودی دفاع وزارت سره دستور اخیستلو لپاره وصل وی او همدارنګه په کلیوکی به نامنظم نظامی ډلو شتون شاهد به نه یو. په همدی وخت کی د قومانده ګانو بدلون د سیمو په سطحه به د خودی دفاع وزارت کار وی.

په دی کار سره کولای سو تروریستانو ته ماته ورکړو او هم نامنظم نظامی کلیو ډلی په منظم ډلو باندی بدل کړو.

دومره کار مخته وړل یو خودی دفاع وزارت رامنځته کیدو ته اړتیا لری ترڅو خلګ په لوی اداری واحدونو او کوچنی اداری واحدونو کی د تروریستانو په وړاندی متحد کړو. د خلګو یو ځای کیدنه د تروریستانو په وړاندی، ملی ګرایی مفکوره پیاوړۍ کیدو ته اړتیا لری چی هم هیواد اقوامو په منځ کی ملی وحدت رشتو پیاوړۍ کیدو سبب سی او هم د هیواد ټول اقوام یو سیاسی لوری ته چی هیواد څخه دفاع او یو مدرن ټولنی ته تللو په معنی دی، تشویق او رهبری کړو.

https://avapress.net/vdcgwq9qxak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته