د داخلی وزارت وایی چی امام مسجد باندی انتحاری برید په دشت برچی کی، ۳۹ تنه وژلی او ۴۵ تنه ټپیان کړی دی.
یو انتحاری کوونکی د جمعی ورځی په ماښام د ۶:۰۰ بجو په شاوخوا خپل ځان سره چاودیدونکی توکی ددی مسجد د لمونځ کوونکو په منځ کی چاودنه ورکړی دی.
عینی شاهدان وایی چی انتحاری کوونکی لمړۍ د لمونځ کوونکو لورۍ ته ډزی کړی دی او وروسته ځانته په مسجد کی چاودنه ورکړی دی.
ددی برید مسئولیت داعش تروریستی ډله په غاړه اخیستی دی.
په همدی حال کی، د جمعی ورځی په ماسپښین یو انتحاری کوونکی د غور ولایت دولینه ولسوالی خواجه ګان سیمه جامع مسجد کی یو بل انتحاری برید ترسره سو.
په دی برید کی د فضل الاحد خان چی یو مشهور طالبان ضد جهادی قوماندانانو څخه دی، په شمول ۳۳ تنه نور شهید سوی دی.
ویل کیږی چی ددی برید مقصد فضل الاحد خان وو.
ددی برید مسئولیت هیڅ ډله په غاړه نه دی اخیستۍ.
د خلګو غبرګونونه دواړو بریدونو په وړاندی یوشان وو چی شیعه او سنې لمونځ کوونکی پکښی تر برید لاندی راغلل؛ داچه د افغانستان شیعه او سنی د بدنامو تروریستی جریانونو لکه داعش او طالبانو قربانیان دی او خارجی او تروریزم ملاتړ رژیمونو زورویونکو قدرتونو دوه ګونۍ سیاست هم دا خونینه فتنی اور نور هم بلوی او شعله وره کوی.
د خلګو جمعی غبرګون په اساس، ددی پیښه ماهیت وښوده چی شیعه او سنی اوس باید د یو او بل ترڅنګ د تکفیر او ترور په وړاندی ودریږی او د بیګانانګو ګټو او اهدافو لپاره د مذهب په نامه قربانی نه سی.
د شیعه او سنی لمونځ کوونکو سجادی په شکاره توګه شکاره کړل چی د افغانستان شیعه او اهل سنت د تروریستی ډلو او خارجی ملاتړ قدرتونو په وړاندی مشترک برخلیک لری؛ بنا پردی، په یو واحد صف کی د تفرقه منځته راوړونکی هر اقدام په وړاندی استقامت وکړی.
د مرکزی دولت بی برنامه ګی او انفعال څخه نیوکی او همدارنګه د خارجی ځواکونو بی تفاوتی او چوپتیا څخه نیوکی د خلګو غبرګونونو بله برخه جوړوله.
د ډیرو ناظرانو په باور، دولت د تروریستی ډلو د سرکوب او له منځه وړلو لپاره نه برنامه لری او نه هم د بیګانه ځواکونو ځواب ویلو توان ددی وضعیت په وړاندی.
په همدی حال کی، په کابل او غور کی د شیعه او سنی لمونځ کوونکی باندی جمعی ورځی بریدونه د داخلی او خارجی سخت غبرګونونو سره مخ سو.
ریاست جمهوری ددی بریدونو په غبرګون ویلی دی چی په مقدس او نورو ځایونو کی د خلګو هدف لاندی نیول، د ټول اسلامی او بشری حقوقو ارزښتونو سره خلاف دی او ددی جنایاتو عاملین، د نابودی وړ دی.
د ریاست جمهوری په خبرپاڼه کی راغلی دی چی تروریستی ډلی هیڅ وخت خپل تفرقه منځته راوړنی مقاصدو ته به ونه رسیږی او ډیر ژير به د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو له لوری له منځه یوړل سی.
په همدی حال کی منتقدان وایی چی د حکومت دا کلیشه ای وعدی به په وضعیت کی هیڅ بدلون رانه ولی. اوسنۍ وضعیت فوری او ریشه رسیدګۍ ته اړتیا لری؛ هغه اقدام چی د دولت اصلی سیاستونو بنیادی بدلونونو او خارجی ځواکونو سیاستونو بنیادی بدلون د تروریزم په وړاندی لرونکی وی.
دولت او خارجیان باید ځواب ورکړی چی د تروریزم له منځه وړلو او غیری نظامیانو څخه ساتنی لپاره کوم برنامه لری؟
ولی د خارجی ځواکونو زرهاوو سرتیرو حضور سربیره، دا تروریستان یو په بل پسی خپل تفرقه منځته راوړونکی نقشی عملیاتی کوی او خارجی ځواکونه، ددی خونړیزی برید تماشاګرو څخه دی.
د افغانستان بشر حقوقو کمیسیون هم ویلی چی د مقدسو اماکنو تر هدف لاندی راوړل، یو غیری انسانی او غیری قانونی او غیری شرعی عمل دی چی د بین المللی دوستانه بشری قواعدو او ملی قوانینو او اسلام مقدس دین احکامو سره په صریح توګه مغایرت لری.
دا په داسی حال کی دی چی داعش او طالب تروریستی ډلی په عمل کی شکاره کړی دی چی نه بشری حقوق قواعدی پیژنی او نه هم کوم احترام ورته لری. بنا پردی، ددی ډلو اعمالو غندل په دی مغایرتونو سره بی ګټې دی.
تروریستان باید خپل عمل سزا په عمل کی ووینی او دا د دولت او خارجی ځواکونو اقدام او عمل ته اړ دی.
اجرایی ریاست دوهم معاون ښاغلی محقق ټینګار کړ: د دولت څخه غواړم چی د ټولو تروریستانو او تکفیریانو په وړاندی د ټولو خلګو اقشارو وحدت په ساتلو سره په تدبیر ودریږی، ځان انتخاباتی رقابتونو باندی مصروفه نه کړی او امنیتی او دفاعی ځواکونو پیاوړۍ کولو سره او د ټولو اقوامو په یو ځای او متحد کولو سره د دشمن تحرکات خنثی کړی که نه نو سبا به ډیر ناوخته وی.
پوهان هم مشابه نکاتو ته په اشاره سره وویل چی هغه څه چی د جمعی ورځی په ماښام ترسره سره شکاره کړ چی بنی المللی تروریستان ، د خارجی سلطه ګرو قدرتونو دوه ګونۍ سیاستونو څخه په ګټه اخیستنی سره، هڅه کوی د افغانستان زخمی ملت پیکر باندی ډیر ضربه وارد کړی او ملی یو پارچګی او وحدت پایه تر هدف لاندی ونیسی.
په دی وخت کی د دولت دنده، فوری او غیری سیاسی عمل ددی وضعیت په وړاندی دی؛ هغه عمل چی قومیت انحصارګرایانو او قدرت سوداګرو اربابانو ګټو په وړاندی صورت ونیسی او یواځنۍ مقصد یی، د افغانستان خلګو ته مصونیت او امنیت تامین او آرامتیا وی.
ددی وضعیت ادامه نه د دولت او نه هم د بیګانه مستقر ځواکونو په ګټه دی. دولت باید شکاره کړی چی ددی خاوری دشمنانو له منځه وړلو لپاره محکمه اراده لری او د هغوی سره سوله او سازش په ماتی باندی محکوم دی.
خارجی ځواکونه هم باید شکاره کړی چی د هوی ماموریت په افغانستان کی څه ده او ولی د تروریزم سره مبارزه نه کوی؟