سنا مجلس په ارزګان کی د امنیتی ځواکونو وژنی فاجعه لپاره یو هیات دا ولایت ته اعزاموی.
تیره اونۍ د ارزګان چوره ولسوالی کی ۲۴ سرتیری د طالبانو په لاس شهید کړل سو. دا سناتوران، د ارزګان امنیتی چارواکی او دفاع وزارت په بی کفایتی باندی تورن کړ.
په نتیجه کی ددی پیښی د څیړلو لپاره سناتورانو پیشنهاد په اساس د سنا مجلس مشر فضل هادی مسلمیار پنځه تنه موظف کړ ترڅو جاری اونۍ تر آخره پوری ارزګان ته ولاړ سی او دا پیښه او ددی ولایت ټول امنیتی وضعیت وڅیړی او سنا مجلس ته ګزارش ورکړی.
مخکی عبیدالله بارکزی؛ د ارزګان نماینده د نمایندګانو په مجلس کی ادعا وکړچی دا پیښه د ارزګان والی نذیر خروتی بی کفایتی له امله وو او د پولیس او سرتیرو ټوله اختیارات په ارزګان کی قبضه کړی دی.
ښاغلی بارکزی وویل چی ښاغلی خروتی مستقیمآ د ملی امنیت شورا څخه امر ترلاسه کوی او د سرتیرو څو میاشتو محاصری افغان غږ خبری آژانسز خفه کړی دی.
دا په داسی حال کی دی چی د امنیتی ځواکونو آخر وژنی فاجعه د ارزګان په ولایت کی، ددی پیښو لمړۍ ځل نه دی. حقیقت دادی چی په ارزګان کی امنیتی وضعیت په آخیرو کلونو کی، هیڅ وخت نورمال نه دی. په کابل او ارزګان کی ددی ولایت پولیسو څو ارشد قوماندانانو ترور، د پیچلی وضعیت شکاره نمونو څخه دی چی ارزګان کلونه کیږی دهغه سره مخ دی.
په دی منځ کی، داسی په نظر رسیږی چی سیمه ایز او مرکزی حکومتنه لکه څنګه چی په مجلس کی نمایندګان ادعا کړی، ددی ولایت امنیت خرابوالی ته جدی توجه نه لری او دا کار، په ارزګان کی امنیتی مشکل څو برابره کړی دی.
په دی ولایت کی طالبانو ضد برجسته څیرو او قوماندانانو ترور، تیرو کلونو کی، ددی شکاره کوونکی دی چی په هغه ولایت کی ناپایدار امنیتی وضعیت، په پیچلی بندونو کی ریشه لری چی شاید د افغانستان ټول امنیتی وضعیت تر اغیز لاندی راوړی دی.
په بل بیان سره، پر ارزګان باندی حاکم امنیتی وضعیت، پیچلی وضعیت تابع دی چی په ټول هیواد کی، جریان لری او همدا کار، په افغانستان کی امنیتی معضل په څو بعودی مسالی باندی بدل کړی دی؛ هغه مساله چی مرکزی حکومت راهبرد نه شتون څخه تر تروریزم څخه ملاتړ د دولت او سیمه ایز حکومتونو دننه په بر کی نیسی.
په دی حساب سره، مساله یواځی ارزګان نه دی. دا د افغانستان امنیتی وضعیت دی چی د یو پیچلی او مبهم قضیی قربانی سوی دی.
که ددی زاویه څخه د ارزګان امنیتی وضعیت ته وکتل سی، دا هیله نسته چی مرکزی حکومت د هغه ولایت لپاره کوم اوږد مدته تدبیر فکر وکړی؛ ځکه دا همغه څه دی چی مخکی، په ځینو مواردو لکه قندوز، غزنی او... امنیت په اړه هم تر آزموینی لاندی ونیول سو او کوم نتیجه نه درلوده.
په دی ترتیب، ارزګان هم کولای سی د قندوز، غزنی ، نورستان، بدخشان، تخار ځینی برخی او...، په آسانی سره کیدلای سی د یو مبهم او پوښتنه منځته راوړونکی تګلاری قربانی سی؛ بیله دی چی حکومت ددی برخی څخه لږ فشار هم احساس کړی او یا مسئولیت په غاړه واخلی.
هغه حکومت چی په راحتی سره د قندوز استراتژیک ښار ۷۲ ساعته بدنامه سقوط څخه تیر سو او یا هم د هر تروریستی فاجعه باره او خونړیزی پیښی وروسته، یواځی په یو ساده محکومیت باندی اکتفا وکړ او همدارنګه خپل لاری ته د تروریستانو سره دوستی لپاره ادامه ورکړه، کولای سی د ارزګان سقوط او د څو سرتیرو وژنی څخه هم په یو اکتفا کولو سره تیر سی.
منتقدان وایی دا چی حکومت ګزینی د حساس او مهم امنیتی سمتونو مدیریت لپاره د څو معدود څیرو څخه لوړ نه ځی، خپله ددی شکاره کوونکی دی چی مرکزی حکومت په پلان کی د امنیت په برخه کی د هیواد اداره تګلاره او راهبرد بدلون لپاره قرار نه لری او دا بیله شکه، یو امنیتی تاریک او پیچلی وضعیت د هیواد او هیواد والو مخته قرار ورکوی.
په دی منځ کی، د ملی شورا بالخصوص سنا مجلس څخه هم هیڅ هیله نه سته؛ هغه نهاد چی کلونه دی د انفعال، مدیریت څخه بد ګټه اخیستنه، بی برنامګی او فساد څخه رنج وړل او په رسمی ناستو کی د مجلس غړو لوی برخه نه حضور، د هیواد لوی مدیریت په برخه کی د نقش آفرینی، اغیز، مسئولیت قبلونی او تعهد میزان شکاره کوونکی دی.