اشرف غنی؛ ولسمشر د سازمان ملل عمومی ناسته په نیویارک کی د خپل امریکایی سیال سره لیدنه وکړه.
اشرف غنی په دی لیدنه کی وویل: د امریکا نوی استراتژی اعلان وروسته دتروریزم سره مبارزی لپاره، د جنګ میدان کی لوی بدلون راغلی دی.
ښاغلی غنی زیاته کړه چی د افغانستان امنیتی ځواکونه په ټول توان سره د تروریزم سره جنګیږی او امریکا هم خپل مرستو او زده کړی ورکونی ته ادامه ورکوی.
هغه په افغانستان کی د جنګ پای ته رسولو لپاره سیاسی حل لاری باندی ټینګار وکړاو وویل چی دامریکانوی استراتژی ددی پیغام لرونکی دی د طالبانو او د هغوی ملاتړکوونکو لپاره.
ترامپ هم وویل چی امریکا په کلی توګه د افغانستان امنتیت او ثبات ته متعهد دی او تروریزم سره مبارزی باندی به پایبنده وی.
هغه وویل چی د افغانستان لپاره یو سیمه ایز تګلاره د تروریزم سره مبارزی لپاره په کار دی.
د طالبانو په وړاندی د امریکا جنګی عملیات رسما په ۲۰۱۴ کال کی پای ته ورسیدل؛ خو د امریکایی ځواکونو ۱۱ زره سرتیری په افغانستان کی پاته دی.
هغه څه چی ددواړو ولسمشرانو لیدنه کی رسنیو ته رسول سوی دی، د رسمی تعرفاتو او دیپلماتیک معمول کړنو څخه بل څه نه دی او نه سو کولای چی حقیقت ته لاره پیدا کړو.
دا په داسی حال کی دی چی د تحلیلګرانوپه باور، لکه څنګه چی د ترامپ په نوی استراتژی کی معلومیږی، د امریکا دولت تعهد سربیره ترامپ افغانستان ته امریکا مرستو څخه هم نارضایتی ښودلی دی او په تصریح سره څو ځلی ویلی وو چی د امریکا مرستی د افغانستان سره ابدی نه دی او هم دا شک چی امریکا په افغانستان کیدولت-ملت جوړونی لپاره تعهد نه لری، دا خبره روشانه کړی دی چی د کابل حکومت مشران باید د افغانستان خلګو په مرسته ددی هیواد راتلونکی روښانه کړی.
دا هغه څه وو چی د ولسمشر غنی او دونالد ترامپ لیدنی رسنیزو خبرو کی پټ وو؛ خو لیری خبره ده چی د هغوی دوه اړخیزی شخصی لیدنو کی پټ پاته سوی وی.
په دی برخه کی چی جنګ او بحران حل لاره په اافغانستان کی، ډیر سیاسی دی نه نظامی او د ښاغلی غنی دا ادعا چی دا تمهید دترامپ نوی استراتژی کی دی هم منتقدان په دی باور دی چی دا د افغانستان په وړاندی د ترامپ دولت مشرانوتګلاری څخه اخذ برخلاف دی؛ ځکه چی د ډیرو صاحب نظرانوپه باور، د امریکا دا استراتژی د نورو پخواوو استراتژیو په نسبت د افغانستان په وړاندی، میلیتاریستی او د سخت افزارانه تګلارو څخه بولی چی دا، بی ګمان، په افغانستان کی د ثبات منځته راتګ امکان د جنګ څخه بغیر لارو څخه، لږوی.
په دی ټولو سره، هغه مهم نکته چی د امریکایانو پخوانۍ چارواکو موضع ګیریو او هم د ترامپ او اشرف غنی لیدنه کی پرون تصریح لاندی قرار ونیول، د امریکا ولسمشر ټینګار د افغانستان بحران مدیریت ته سیمه ایز حل لاری ټاکل وو.
که څه هم د ناظرانو په باور، امکان لری د ښاغلی ترامپ دا اخذ د سیمه ایز تګلاری څخه په داسی اخذ سره چی دافغانستان دولت اوخلګو استراتژیک اړتیاوو غوښتونکی وی؛ سربیره پردی، سیمه ایز قدرتونه د ۱۷ کالو وروسته په افغانستان کی دا نتیجی ته رسیدلی دی چی د افغانستان جنګ سیمه ایز حل لاره لری نه سیمه ایز څخه لوړحل لاره، په حقیقت کی ډیر ارزښت لری او هیله داده چی د کابل دولت هم په اساسی توګه، دا تګلاره په خارجی سیاستونو کی د لویو قدرتونوسره، د بیګانه ځواکونوڅخه، په لمړیتوب کی قرار ورکړی او دا همغه څه دی چی د افغانستان او آسیا جنوب په اړه ښه راتلونکی باندی بدل سی.