ویلیام توبی په یو مقاله کی په فارین پالیسی کی ولیکل: د جان بالتون طرحه، په سازمان ملل متحد کی، د برجام څخه د ترامپ دولت ایستنی لپاره ددی ترسره کیدو په صورت کی به لاندی پیامدونه ولری:
۱: ایران د اورانیوم غنی کول د توافق څخه ډیر او حتی د څخه لوړ لکه څنګه چی د هغه څخه ګواښ کړی دی، بیرته به وګرځی او د هر ډول تحریم څخه آزادانه سلهاوو میلیارده دالره به دارایی ولری. دا دداسی رژیم لپاره چی هر وخت پر آمریکا باندی د مرګ شعار ورکوی، ایده آل دی.
۲: د ناتو په اتحاد کی خطرناک سورۍ نور هم خطرناک تره سی. ددی سورۍ او یا اختلاف منځته راوړنه د روسیه اول استراتژیک لمړیتوب دی. دا کار ددی لامل ګرځی ترڅو متحدان د ایران پر سر یو دبل سره وجنګیږی چی د پوتین لپاره به لوی بریالیتوب وی.
۳: شاید ځینی ګټه مند وسیلی د هسته ای وسیلو جنګ او تکثیر او پراختیا سره مبارزی لپاره به تضعیف سی. په ډیر احتمال سره، د امنیت شورا به پردی مسئلی باندی دوه ځایه سی او په هیوادونو کی د هر ډول پرمختګ مانع ګرځی. که آمریکا د ثانویه تحریمونو اعمال باندی تصمیم ونیسی، حتی آروپایان د هغه سره مخالفت وکړی. دا اغتشاش به د نورو هیوادونو لپاره د هسته جنګ وسیلی جوړلو لپاره به وی.
۴: موثر او هماهنګ غبرګون د ایران څخه راولاړ سوی چالشونو په وړاندی د برجام انقضا په پای کی به غیری ممکن سی. د برجان یو اشکالاتو څخه دادی چی محوری ګټه یی د ۹ کالو څخه لږ منقضی کیږی. آمریکا ډیر ژیر یو استراتژی ته اړتیا لری چی په ایران کی د غنی کولو په وړاندی په پرمختللی شکل مانع وګرځی. ددی کار لپاره آمریکا د بریتانیا، چین، فرانسه، آلمان او روسیه مرستی او همکاری ته اړتیا لری. د هغوی سره دشمنی کار ترهغه هم سختوی.
بولتون حق لری چی د برجام زمان لنډ دی، تهران خپل فعالیتونه د هسته ای سلاحو جوړولو لپاره په تیره کی نه دی اعلان کړی، داسی په نظر رسیږی چی نظامی مراکز د بیاڅیړنی څخه مستثنی دی، د ایران میلیاردونه دالره شته منۍ آزاد سوی دی، او سرمایه ګذاری او تجاری توافق لپاره چی ځینی یی د ایران نظامی او تروریستی فعالیتونو لګښت تامینوی، کوم محدودیت شتون نه لری. خو باید د شته وخت څخه په برجام کی د بین المللی اجماع په راوستلو سره په ایران کی د پلوتونیوم تولید او اورانیوم غنی کولو قابلیت بازسازی په وړاندی ګټه واخلو. د ایران څخه ګواښ له منځه نه دی تللی او شاید نور هم خراب تره سی.
ملاحظه:
لوړ ګزارش د ناظر پوره ملاحظاتو په اساس د ترامپ او ټوله امریکایانو اعتراض او اندیښمند کیدنه شکاره کوی.
د ترامپ او ټیم اصلی مسله د ناقض الخلقه برجام حیات ادامه دی؛ ځکه چی هسته ای برجام د ۲ او ۳ او ۴ برجامونو نه شتون په اساس به ددی لامل سی ترڅو ایران د امریکایانو کنترول څخه دباندی کیدو په برخو کی خپل ظرفیت رشد ادامه ورکولو سره به په ۲۰۲۵ کی، د همیشه لپاره د کنترول څخه خارج او د هغه نظام بدلون هیله د نړیوال قدرت کانون په واسطه هیلی به د همیشه لپاره د خاورو سره خاوری سی.
بل مشکل به تر ۲۰۲۵ پوری د امریکا کنترول موقعیت له لاسه تلل د اروپایی متحدانو یو پارچه کیدو سیاست کی د ایران او روسیه او چین په شان هیوادونو پایداره ګواښونو په وړاندی به وی چی ددی کار څخه غفلت به په بین المللی محیط کی پارادایمی بدلون لامل سی.
ددی بدلونونو مجموعه ترامپ پر کارراتلنی او د امام خامنه ای هوشمندانه او قاطع تدبیر د دولت مذاکراتو ۵ جمع ۱ پروژه کی د هسته موضوع باندی منحصر کیدو لاسته راوړنه باید وبلل سی؛ چی ایران یی ددی بدلون په لړ کی، بین الملل ټولنی ته د امریکا نړیوال زعامت لاندی بیرته ګرځیدنه ورکول کیږی.
لیکونکی: ابولفضل ظهره وند، د ایران مخکنۍ سفیر په افغانستان کی