د ارګ ریاست جمهوری په نقل سره، په دی کتنه کی آغلی لارد میلر د منطقی د وضعیت په اړه، د افغانستان او پاکستان او خپل فعالیتونو په اړه رییس جمهور ته معلومات ورکړه.
رییس جمهور پر تحمیل سوو جنګونو او خارجی سازمان یافته جنګونو باندی خبری کړی دی، وویل: د افغانستان لپاره د خارجی جنګ جنبه ټولو ته معلوم دی او د پټولو وړ نه دی. زموږ خلګ چی د تروریزم خاص قربانیان دی، نور د تروریستی حملو او سازمان یافته جنګونو توان نه لری.
که دا تحمیلی ادامه پیدا کړی، موږ به د خلګو څخه د دفاع تر څنګ نور لاری هم اختیاروو او نور بدیل لارو ته هم اقدام کوو.
افغانستان د ترانزیت په برخه کی ډیر پرمختګ کړی دی او د یو ترانزیتی لاری دانحصار څخه او یو هیواد ته د احتیاج لپاره خلاصون پیدا کړی دی.
افغانستان خپلو منظمو تلاشونو ته د اقتصادی او تجارتی پراختیا او همدارنګه د منطقه ای مرستو په پراختیا کی ادامه ورکوی.
یو څه وخت کیږی چی د افغانستان او پاکستان د مقاماتو ترمنځ اړیکی ډیر تیره سوی دی او ددی تیره ګی اصلی لامل لکه څنګه چی د کابل مقامات مدعی دی د افغانستان په چارو کی اسلام آباد مداخلات دی چی داسلام آباد دولت په قصدی ډول سره په افغانستان کی شورشیانو ته تجهیزات او تربیت ورکوی او هغوی د افغانستان ښارونو او نور دهاتونو ته لیږی.
هغه واقعیت چی هر وخت افغانی مقامات دهغه څخه شکایت درلودی او هر وخت د معتبرو او موثقو اسنادو په درلودلو سره ناتواو د بین المللی نهادونه په جریان کی ایښی دی او هر ځل دیادو دوو نهادونو دبی اعتنایی سره مخ سوی دی.
د رییس جمهور آخرنی اظهارات د امریکا د خاص نماینده سره، لیدل کیږی چی د کابل مقامات نور دغربیانو د مرستی څخه د اسلام آباد د سرانو په وادارولو او د پاکستان د مداخلاتو دخلاصون لپاره د هغوی مرستو ته کومه هیله نه لری. < br / >
په همدی اساس د اشرف غنی پیامونه د پاکستان دسرانو په نسبت د خطایاتو سره هم په خپل اوج کی قرار لری.
دا چی رییس جمهور وایی چی د بهرنی جنګ جنبه ټولو ته معلوم دی؛ واضح خبره دی چی منظور یی د اسلام آباد سران دی چی هر وخت د افغانستان د مخالفانو سره او هغوی ته د تجهیزاتو او تمویلاتو په ورکولو کی مرسته کوی او بالخصوص د طالبانو سره د پاکستان داستخباراتو پوری تړلی په حیث شکاره سوی دی.
رییس جمهور په شکاره ډول سره ویلی دی چی جاری جنګ په هیواد کی، هغه جنګ دی چی د اسلام آباد سران د افغانستان پردولت او ملت باندی تحویلوی او هشدار ورکوی چی ددی تحمیلی جنګ د ادامه په صورت کی، د خپل هیواد دفاع ترڅنګ، پر نورو بدیلو لارو باندی غور او اقدام کوی؛ د پاکستان سره د ډیرمدته تجاری اړیکو قطع کول، د اشرف غنی د یو مورد نظر انتخابونو څخه دی او د چابهار د بندر فعالیدل کیدلای سی هغه بدیل وی چی د افغانستان رییس جمهور دپاکستان په وړاندی ځینی خبری کړی دی؛ هغه بندر که سل په سله ځینی استفاده وسی، ویلای سو چی دافغانستان ټول لومړنی احتیاجونه ددی بندر څخه پوره سی او د افغانستان دولت نوربه د کراچی بندر ته او نورو ورته بندرونو ته چی پاکستان پوری اړه لری احتیاج به ونه لری.
د لومړی ځل لپاره په دوو اخیرو کلو کی، د افغانستان صادرات په مستقیم ډول سره د چابهار دبندر څخه هندوستان او نورو هیوادوته شروع سوی دی. دا بندر تیل کال دیو توافق په اساس چی دافغانستان او ایران ترمنځ سرته ورسیدل و افغان تاجرانو ته واګذار شول.
د چابهار بندر، د پاکستان د کراچی د بندر په نسبت، چی همیشه د مشکلاتو سره مخ دی، د ډیر ښه ځای څخه برخورداره دی. وختی هم، د هند د سفارت مسؤولان په کابل کی ویلی دی چی د ایران د چاربهار بندر مناسب ترین او ارزانه لاره د هند او افغانستان د تجاری ورکړی او راورکړی لپاره دی.
هندی مسؤلان په کابل کی ویلی وو چی د چابهار د بندر څخه استفاده به ددی لامل سی چی دافغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکی پراختیا پیدا کړی او هند تلاش کوی چی هر څه ږیر ددی بندر څخه استفاده شروع کړی.
د تجارت او صنایع وزارت نسبت هغه مشکلاتو ته چی د افغانستان او پاکستان ترمنځ وجود لری، ویلی دی چی د چابهار ترانزیتی لاره کیدلای سی ډیرښه لاره د افغانستان لپاره د هند او اروپایی هیوادو سره د اړیکی لپاره وی. د چابهار څخه د صادراتو په شروع کیدو سره، افغانستان به وکولای سی چی خپل تجارتی کالا وی په مستقیم ډول سره هند او قزاقستان او نورو اروپایی هیوادو ته صادر کړی.
د همدی ترانزیتی لارو له امله دی چی رییس جمهور تلاش کوی چی دیو نسبتآ ښه موقعیت څخه خبری وکړی او د امریکا د خاص نماینده په واسطه دا دروند پیامونه د اسلام آباد سرانو ته ورسوی:افغانستان د ترانزیت په برخه کی ډیر ښه پرمختګ کړی دی او د یو ترانزیتی انحصاری لاری د احتیاج څخه خلاصون پیداکړی دی
خو آیا د پاکستان مقامات دا روشانه پیامونه به ترلاسه کړی او یا خپلو مداخلاتوته به ادامه ورکړی؟ لیدل کیږی چی هغه څه چی د اسلام آباد د سرانو لخوا د افغانستان دملت او خلګو په وړاندی ترسره کیږی، د همغه تیری لاری ادامه دی او دهغه په شکل او لاره کی کوم تغیر نه دی راغلی.